شعـــــرونه

ازادي مې نښانه ده/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

زه د نوي ژوند اغاز يم
زه د لوړو غرونو باز يم
کوکه کړيکه زوږ اواز يم
مجاهد يمه سر باز يم
اوښتون زما حماسه ده
ازادي مي نښانه ده

زه توپان تندر بريښنا يم
زه د تورو شپو اشنا يم
د بدلون بدلون رڼا يم
وړانګه څرک لمر د سبا يم
ولس ژواک زما ترانه ده
ازادي مي نښانه ده

زه د کږليچو منزل يم
زه د سرو وينو مورچل يم
کنارو کي د هسک ځل يم
د هدف په لور تکل يم
وړاندې تګ زما ولوله ده
ازادي مي نښانه ده

زه دښمن د استعمار يم
زه ګورکن د استثمار يم
اور بڅرکی سور انګار يم
ستوری ځل د سپين سهاريم
ولسواک زما غلبله ده
ازادي مي نښانه ده

زه د ننګ سرتير ځوان ويښ يم
زه د هر ستم ساه کيښ يم
د توپونو ، ټينکو بريښ يم
د رڼا په لوري ليښ يم
الجهاد زما فلسفه ده
ازادي مې نښانه ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x