روغتیا

د خپلو ماشومانو د غاښونو سالم ساتلو لپاره اړینې لارښوونې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د غاښونو په اړه له شرعي او روغتیایي پلوه ډیر اهمیت څرګند شوی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د غاښونو د پاکوالي بې شمېره شرعي او روغتیایي ګټې بیان کړي دي.

دغه راز روغتیا پوهان هم د غاښونو پاکوالی د انسان په روغتیا کې مهم رول بولي، دوی د غاښونو ناپاکه ساتلو په اړه د سختو ناروغیو خبرداری ورکوي.

د غاښونو پاک ساتلو لپاره په کار ده له ماشومتوبه دېته اهمیت ورکړل شي، تر څو په راتلونکي کې له هر ډول ناروغۍ وژغورل شئ.

دلته ستاسې ترمنځ پنځه داسې لارښووونې ښيو چې د ماشومانو د غاښونو بشپړ روغتیا لپاره اړینې دي.

له هر څه وړاندې دا مهمه ده چې له کوچنیتوبه د خپلو ماشومانو د غاښونو روغتیا ته پاملرنه وکړئ، ځکه چې په دې کې ناغیړي ممکن په ماشومانو کې یوازې د غاښونو نه، بلکې د یو شمېر نورو ناروغیو لامل هم شي، دغه لارښوونې په لاندې ډول دي:

  • د فلوراید (د انسان په بدن کې معدنی دی، او په طبیعي ډول په اوبو، خاروه، نباتاتو کې موندل کیږي)، په واسطه د خپلو ماشومانو د غاښونو ساتنه وکړئ.
  • که د خپل ماشوم د غاښونو رنګ کې کوم بدلون ګورئ، ډاکټر ته یې وښيئ.
  • هر څومره ژر چې د ماشوم لومړي غاښونه څرګند شي پاکوالي ته یې توجه وکړئ.
  • ماشومانو ته روغتیایي خواړه ورکړئ.
  • خپل ماشوم د مور په شېدو روږدي کړئ.

که تاسې پورتنۍ لارښوونې په خپلو کوچنیو ماشومانو عملي کړئ، شونې ده د غاښونو ناروغیو سربېره ماشوم له یو شمېر نورو ناروغیو هم وژغورل شي.

روغتیا پوهان د ناپاکو غاښونو یو شمېر خامیانې بیانوي چې د زړه سربېره حتی د سرطان لامل هم کېدلی شي.

په امریکا کې یوې څيړنې ویلي هغه کسان چې هره ورځ غاښونه نه پاکوي د سرې غاړې سرطان په ناروغۍ اخته کېدلی شي، دوی ددې لامل په غړۍ کې د باکتریاو شتون ښودلی دی.

په عموم کې ډاکټران هره ورځ دوه واره د غاښونو پاکول اړین بولي، خو یوې کوریایي څیړنې ویلي چې یو کس باید لږ تر لږه هره ورځ درې واره غاښونه پاک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x