روغتیانړۍ

له عمران خان وروسته د پاکستان ولسمشر هم په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان شاوخوا ۹ ورځې وړاندې د واکسینو لومړي ډوز لګولو دوه ورځې وروسته په کرونا اخته شوی و، د دغه هېواد ولسمشر د کرونا معاینات هم مثبت راغلي دي.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «زما د کوویډ-۱۹ ناروغۍ معاینات مثبت راغلي، الله دې پر ټولو ناروغانو رحم وکړي».

دا په داسې حال کې چې نوموړي هم د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د کرونا واکسینو لومړی ډوز لګولی و، خو ۱۴ ورځې وروسته یې د واکسینو سربېره د کرونا معاینات مثبت راغلي دي.

د کرونا واکسینو ماهرین وایي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو لومړي ډوز لګولو دوه اونۍ وروسته د انسان په بدن کې د انټي باډیز فعالیت پېل کیږي، او له دویم ډوز لګولو وروسته له یادې وژونکې ناروغۍ خوندي کېدلی شي.

باید وویل شي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ۹ ورځې وړاندې د واکسینو لومړي ډوز لګولو دوه ورځې وروسته په کرونا اخته شوی و چې لا هم په خپل کور کې قرنطین دی.

پاکستان اوسمهال د چین ساینوفارم واکسین کاروي، او هغه کسانو ته ورکول کیږي چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ پورته وي، خو په دغه هېواد کې د کرونا دریمې څپې مثبتې پېښې چټکتیا یاده پروسه پېکه او اندېښمنه کړې ده.

د پاکستان روغتیا وزارت په پاکستان کې د وادونو تالارونو سربېره یو شمېر سخت محدودیتونه وضع کړي، او په دې تړاو یې د اپریل تر ۱۱مې نیټې ښوونیز مرکزونه هم رخصت کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغه هېواد کې تېره ورځ له ۴۰ زرو زیات معاینات شوي چې له مخې یې (۴۵۲۵) مثبتې پېښې ثبت شوي او (۴۱) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې د ټولو فعالو ناروغو شمېر (۴۶۶۶۳) ته پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx