افغانستان

هالنډ په روزګان کې شوې هغه پېښه څېړي چې ددوی عسکرو پکې تر  ۸۰ زیات ولسي وګړي وژلي وو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د هالنډ یوې محکمې د هغې  قضيې په تړاو څېړنې پیل کړي دي چې هالنډي عسکر پکې د اتیا تنو ولسي وګړو په وژنه تورن دي.

د «ار ټي» د راپور په اساس په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ  کې د هالنډي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه نښته رامنځته شوه، چې هالنډي ځواکونو پکې د طالبانو او ولسي وګړو تشخیص ونکړ او په مخامخ ډزو او هوایي بریدونو کې يې ګڼ ولسي وګړي ووژل.

دغه برید چې تر  ۲۵۰ زیاتو کسانو ته پکې تلفات واوښتل، تر اتیا تنو زیات یې ولسي وګړي یاد شوي دي.

ددغې  قضيې مخته وړونکي وکیل محکمې ته ویلي، چې د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ  کې پورتنۍ یاده شوې پېښه ښيي چې هالنډي ځواکونو ته د افغان ولسي وګړو ژوند هیڅ ارزښت نه درلود.

هالنډي ځواکونه چې له ۲۰۰۶-۲۰۱۰ پورې له اسټرالیايي ځواکونو سره یو ځای د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ  کې دېره وو، د ایساف تر ماموریت لاندې يې د طالبانو ضد عملیات مخته وړل.

د هالنډ دفاع وزارت که څه هم د خپلو پوځیانو د کړنو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تردې وړاندې هم د اسټرالیاوي ځواکونو جنګي جرمونه هم را برسېره شوي  وو، چې نړیوال غبرګونونه یې راپارولي  وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx