نړۍ

د مصر په سویز کانال کې بنده بیړۍ خلاصه او په خپل مسیر روانه شوې-عکسونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۰ل): د ایورګیون په نوم د نړۍ ستره سوداګریزه بیړۍ تر یوې اونۍ د مصر په سویز کانال کې بنده پاتې شوې وه، چې بالاخره خلاصه او په خپل مسیر روانه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپورونو پر اساس د دوشنبې په ورځ د سویز کانال مشر اسامه ربیع ویلي چې بیړۍ له سختو خواریو وروسته خلاصه شوې او د خپل هدف په لور روانه شوې ده.

باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندې د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۲۳مه نېټه د مصر په سویز کانال کې د خرابې هوا او سختو بادونو له کبله دغه بیړۍ په خټو کې په داسې حال کې ونښته چې دغه کانال یې د نورو بیړیو پرمخ بند کړ.

 

ددې بیړۍ له شاوخواو ۲۰ زره ټنه شګې لرې شوې چې د ۱۴ بیړیو په مرسته یې له خټو د راویستلو هڅه وشوه، که څه هم د باد او د اوبو سختو څپو د بیړۍ د راخلاصولو هڅې ستونزمنې کړې وې خو دوی د یکشنبې په ورځ وتوانېدل بیړۍ ۳۰ درجې وخوځوي.

A view shows Ever Given container ship in Suez Canal in this Maxar Technologies satellite image taken on March 28, 2021. Maxar Technologies/Handout via REUTERS

هغه مهال د سویز کانال مشر اندېښنه ښودلې وه که بیړۍ د دوشنبې تر ماښامه راخلاصه نشي، دوی به اړ شي د بار سپکولو لپاره له بیړۍ زیات شمېر کانټینرونه لرې کړي چې دغې پروسې یوه اونۍ نور وخت هم نیوه.

د ایورګیون په نامه دغه بیړۍ ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۵۹ متره سوروالی لري چې ۱۸۳۰۰ کانټینرونه په کې بار دي او ۲۰۰ زره ټنه وزن یې لري.

Ship Ever Given is seen after it was fully floated in Suez Canal, Egypt March 29, 2021. REUTERS/Mohamed Abd El Ghany

د لومړیو راپورونو پر اساس سختو بادونو او د سمندر پیاوړو څپو دغه بیړۍ د کانال په اړخونو کې په شګو او خټو کې بنده پاتې شوه، خو ښاغلي اسامه ربیع وایي چې اصلي علت یې د هوا حالت نه و او ځینې انساني تېروتنې هم کېدلی شي.

Stranded ship Ever Given is seen after it ran aground, in Suez Canal, Egypt March 28, 2021. Suez Canal Authority/Handout via REUTERS

د یادونې ده چې د نړۍ نږدې ۱۲ سلنه تجارت د سویز کانال له لارې تیریږي چې ۱۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري، دغه کانال د مدیترانې سمندرګی له سور سمندرګي سره نښلوي چې د اسیا او اروپا ترمنځ تر ټولو لنډه سمندري لار ده. له دې پرته یوه بله لار د افریقا د لویې وچې شاوخوا کې د ګوډ هوپ له څنډې تیریږي چې دوه اونۍ زیات وخت غواړي.

د راپورونو له مخې د سویز کانال بندېدل هره ورځ شاوخوا ۹.۶ ملیارده ډالرو برابر تجارتي توکي ایساروي چې په یوه ساعت کې ۴۰۰ ملیونه ډالر کیږي او په اوسط ډوله هره دقیقه ۶.۶۶ ملیونه ډالره زیان رسیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اورتور

ډیر اعلی لنډو ګنډ ، تر ټولو پښتو ویبپانو لومړئ دغه خبر تاسو «نن ټکۍ آسیا» خپور کړ ! شمله مو جګه!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx