د نن سرلیکنه

ارګون د وینو په طوفان کې – سرمقاله

نن ټکی آسیا: سرمقاله: حسبنا الله ونعم الوکیل !

نن سهار لس نیمې بجې د ارګون ولسوالۍ په بازارکې یوه بله ویرجنه حادثه رامنځته شوه .

داسې ویرجنه حادثه چې انسانیت یې ویرجن کړ.

داسې ویرجنه حادثه چې سالم انساني ضمیر یې د ترسره کوونکو لوریو په انسانیت شکمن کړ.

داسې زړه دردوونکې پیښه چې انسانیت او اسلامیت له هغې څخه په برائت غوښتلوسره د هغې پرعاملینو لعنتونه وايي.

داسي وحشیانه پیښه چې انسایت یې په خپل عاطفي قاموس کې د تقبیح او غندلو لپاره الفاظ نه لري .

او بالاخره داسې زړه بوږنوونکې پیښه چې د مظلومو انسانانو د وینو د وحشي لیوانو وحشیانه غریزه پرې اشباع شوه .

مسلمان افغانان چې تر امریکايي یرغل لاندې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې په خپل هیواد کې د ډیرو دغسې ناورین زیږوونکو پیښو شاهدان دی دخپل مظلومیت غږ یواځې د کائناتو خالق ته عرض کوي او له هغه جل جلاله څخه غواړي چې د دوی پر مظلومیت نور رحم وکړي .

ای زمونږ متعال او مقتدر څښتنه !

نورمو په مظلوم او کړیدلی ولس باندې ورحمیږه!

الله ! زمونږ د مظلوم ولس د بیوزله شهیدانو د بي اسرې یتیمانو د توی شویو اوښکو په روی!

خدایه ! دځوانیمرګو شهیدانو د بي اسرې میندو د دردمنو آهونو په روی !

الله! د شهیدانو د بي سرپناه تورسریو دغمجنو زړنو په روی ، ته نور زمونږ له هیواده دغه دغم او ویر ټغر ټول کړه !

خدایه که مظلوم افغانان هر څومره ګناه ګاروي ،خو د دغې برکتمنې میاشتې د مبارکو شیبو په برکت نور پر هغوی باندې ستا دقهر او غضب شیبې ختمې او د رحمت، مغفرت او عتق په انعاماتویې ونازوه .

مهربانه خدایه !

د ارګون د ننۍ تراژیدې مظلومو قربانیانوته مغفرت وکړه او د هغوی پس ماندګانوته د جمیل صبر په ورکولو سره نعم البدل ورکړه .

ارحم الراحمینه خدایه !

هرڅوک چې زمونږ دمظلومو هیواد والو مظلومې وینې په داسې وحشت سره بهوي الله ته تري انتقام واخله .

الله ! ته دهغوی میندې او اولادونو په دغسي ویروچیغوه !

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42) ابراهيم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx