دیني، سیرت او تاریخ

زردشت څوک دی؟

عبدالغفار جبير

دا چي تاسي په نړیوالو مذهبونو کي خاص تخصص لرئ له همدې کبله مو غوښتنه داده چي لاندي سوالونه راته ځواب کړئ.
ډاکتر عاطیه – بلجیم

زردشت څوک دئ؟

د زردشت معنا څه ده؟

د زردشت کورنۍ څوک دي؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

زردشت په ډېر مختلفو املاوو سره لیکل کیږي لکه: (زرتشت، زارهشت، زاردهشت، زاردشت، زارتهشت، زراهشت، زره دشت، زره هشت، ژردشت، زرد تشت) دي چي تر ټولو یې زیات (زردشت او زرتشت) زیات استعمالیږي، د زردشت د توري معنا (اوښ) ده، ځیني یې مذکر مرادوي او ځیني یې مؤنث (ښځینه اوښه) مرادوي.

ځیني مؤرخین وايي چي زردشت ۷ پېړۍ قبل المیلاد اوسېدئ او ځیني بیا په دې آند دي چي ۱۰ پيړۍ قبل المیلاد وو خو کره خبره داده چي د زردشت پیدایښت په ۱۷۶۸ قبلا المیلاد کي سویدئ او ځیني یې پیدایښت ۱۰۸۰ قبلاالمیلاد بولي، امریکايي تاریخ پوه ډاکتر مایکل هارټ پخپل کتاب (The 100 The Most Influential persons in the World) کي لیکي:

زرتشت د (۵۵۱- ۶۲۸) قبل المیلاد کي ژوند کاوه، د هغه عمر ۷۷ کاله وو، د زرتشت د مذهب بنسټ یې کښېښود داد ایرانیانو مذهب او د هغوی پېغمبر وو، د ساسانیانو په حکومت کي (۲۲۶- ۶۵۱ میلادي) پوري زردشت مذهب د ایران رسمي مذهب وو.

(A Ranking of the 100, The most influential persons of all the time/ By Mychael H. Hart/ Citadel Press, Kensington Publishing Corp. US)

د زردشت پلار (پورشپه) نومېدئ، مور یې (دغدوه) نومېده، مېرمن یې (هووي) نومېده، درې لوڼې یې ( فرني، ثرتي او پروچستا) نومېدلې او درې زامن یې ( ایست، واستر رواتتنر) نومېدل.

زردشت د ارمیا علیه السلام په وخت کي اوسېدئ ، له هغه سره اوسېدئ او دغه زردشت یو حکیم وو، له څه وخت وروسته یې له ارمیا نبي سره مخالفت پیداسو بیا ازربایجان ته راغئ هلته یې د مجوسیت ددین بنسټ کښیښود، که به چا مجوسیت نه نامه هغه یې قتل کاوه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx