fbpx

شيخ التفسير والحديث الحاج مولانا عبدالغني رحمه الله په شهادت ورسید

AAlama

د پاکستان دبلوچستان ایالت له سرحدي ښار ګوټي چمن څخه موپه خوراخواشينۍ سره خبرترلاسه کړ، چې دسیمې په کچه وتلی او مشهور عالم شیخ الحدیث علامه عبدالغني صاحب  په ترافیکي پیښه کې په شهادت رسیدلی، شيخ الحديث عبدالغني صاحب په کندهار او کوټه کې په حاجي صیب  سره شهرت درلود.

دمعلوماتو له مخې  شیخ عبدالغني صاحب  نن ( چهارشنبه 2011-10-26 ) سهار نهه بجې له خپل کورڅخه  دمدرسې په لورپه خپل موټر کې روان وه چې موټر یې  په لاره کي له ترافیکي پیښې سره مخ شو.

دغه دردونکي پېښه دبلوچستان دچمن ښارګوټي په کالج روډسيمه کي رامنځته شوه.

ويل کېږي کوم موټر چې  دشیخ صاحب له موټر سره یې برخورد کړی ، له کوټي څخه یې د کندهار سپین بولدک ته سپارلي  وړله ، په پیښه کې له شیخ  صاحب سره دوه نورطالب العمان هم په شهادت رسېدلي اوموټر چلوونکی يې چې دده زوی دی ټپي شوی دی  ، دغه رازپه سپارلۍ وړونکي موټرکي هم څوتنه  زخمیان شوي دي .

شیخ الحدیث  مولوي عبدالغنی صاحب چې  ، په لوی کندهاراودپاکستان په بلوچستان کې له وتلیو علمي څيروڅخه شمېرل کېده ، دسیمې یو مشر او سپین ږیری عالم  وه.

شيخ الحديث صاحب له تېروڅو کلونو راهيسي د چمن په ښار کې په خپله مدرسه  ( الجامعه الاسلامیه ) کې دحدیثو لویه  دوره ( صحاح سته ) تدریسوله.

له شيخ صاحب څخه به هر کال شاوخوا ( ۵۰۰) طالب العلمان فارغېدل ، نوموړی سره له دې چې په دې وروستیو کې  ډېر رنځور وو، خو بیا یي هم دنبوي احادیثو د تدریس مقدسه دنده په مخ وړله .

دارواښادحاجي صاحب جنازه به نن 2011-10-26 مازدیګر څلور بجې  په خپله سیمه ( چمن ) کې جامعة الاسلاميه ته مخامخ په عالمه ټاون بائي پاس روډ کي ادا کیږي  .

انا لله وانا الیه راجعون

روح دې ښاد وي

حامد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د