افغانستانسولې اړوند خبرونه

د تاجکستان ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د افغانستان په سوله کې «بې غرضه» مرستې وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د تاجکستان ولسمشر « امام علی رحمان» وایي، د افغانستان قضیه پیچلې ده او نظامي‌ حل نه لري؛ نو ځکه نړیوالې ټولنې ته ښایي‌ چې د افغانستان په سولې پروسه کې بې غرضه مرستې وکړي.

علی رحمان چې د اسیا زړه-استانبول پروسې په ناسته کې یې وینا کوله وویل، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړه ښيي چې د افغانستان قضیه نظامي‌ حل نه لري او باید د روغې جوړې د خبرو او سیاسي جوړجاړي‌ د تامین له لارې حل شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې په‌ پروسه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او نړیوالې ټولنې ته هم ښایي چې په دې برخه کې بې غرضه مرستې وکړي.

علي رحمان د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د دوام غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سولې په مذاکراتو کې باید د افغانانو غوښتنې په نظر کې ونیول شي او د هغوی ګټې پکې خوندي‌ شي.

نوموړي‌ له افغانستان سره پر پوله د نشه يي توکي د قاچاق او د «ترهګرو» ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه وښوده او یاده یې کړه، چې یادو ډلو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له پیچلو تکتیکونو کار اخیستل پیل کړي.

د علي رحمان پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې له بن بست سره مخ ښکاري‌ او د میاشتو په تېرېدو لا هم پکې پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx