افغانستان

دولتي عسکرو په میدان وردګو کې یو ښوونکی په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ځوان ښوونکی په قصدي توګه وژلی دی.

دا پېښه تیره ورځ د چک ولسوالۍ په شاه قلندر بازار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې دولتي عسکرو د انبوخاک لیسې استاد نور رحمن تسل څخه وغوښتل ترڅو هغوی سره تر پوستې سامان یوسي؛ خو د نوموړي د نه پاملرنې له کبله عسکر هغه په سوکانو او کونداغونو وهلی او د بازار په منځ کې په ډزو سره «شهید» کړی دی.

د چک ولسوالۍ خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکر خپلو پوستو ته د خوراکي توکو او اوبو وړلو او د طالبانو بریدونو څخه د ځان ساتلو لپاره له ولسي خلکو څخه د سپر په توګه کار اخلي او هغه ملکیان چې ددوی پوستو ته د وړونکو سامانونو سره نه ځي، هغه وژني او یایې هم شکنجه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx