افغانستان

دفاع وزارت په میدان وردګو کې د طالبانو پرضد نوي عملیات پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د قومندان علیپور پرضد د عملیاتو له ناکامۍ وروسته دولتي عسکرو په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی دی.

ددفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، دا عملیات له تیرې شپې راهیسې د جلریز ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د دولتي عسکرو په وړاندې د کابل ـ بامیان (۲ نمبر) لویې لارې د خلاصون په موخه پیل شوي دي.

نوموړي په یو ټویټ کې ویلي، دا عملیات له دوه اړخونو څخه چې یو طرف د میدان له اړخه او بل د بهسودو ولسوالۍ له اړخه د پولیسو، ملي اردو او کمانډو عسکرو په ملتیا پیل شوي چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوي.

امان وايي، دا عملیات به تر هغو روان وي، ترڅو یاده لویه لاره د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي او د لویو لارو خلاصول یې ددفاع وزارت د لومړیتونو څخه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکر له تیرو څو ورځو راهیسې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هزاره توکمه قومندان عليپور د ملیشو پرضد د عملیاتو په موخه هلته تللي وو؛ خو پرته له دې چې عليپور ووژني او یاهم ونیسي په بهسودو ولسوالۍ کې د خوراکي توکو له ویشلو وروسته یې په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد نوي عملیات پیل کړل.

د جلریزو ولسوالۍ قومي مشران د کابل حکومت چارواکو له دغو اقداماتو څخه د نیوکې په ترڅ کې وايي، چې د کمانډو عسکرو الوتکه علیپور وویشتله او پیلوټان یې له کمانډو عسکرو سره یوځای ووژل؛ خو د دولت ددې پرځای چې علیپور ته سزا ورکړي، په جلریز ولسوالۍ کې عملیات اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم څو ځله دولتي عسکرو هڅه کړې، چې د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالي تر خپل کنترول لاندې راولي؛ خو د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې هم د کمانډو عسکرو ۷۰ موټریز کاروان د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی ؤ، چې په ترڅ کې ګڼ عسکر مړه او ژوبل او د مانډو عسکرو عملیاتي قوه بېرته کابل ته ستنه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx