افغانستان

برما: د پوځي کودتا پر خلاف مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): برما «ميانمار» کې د پوځي کودتا پر خلاف اوس هم مظاهرې روانې دي او له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پوځ پر خلاف په دې مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی دی.

د تېرې فبروۍ په لومړې نېټې د ميانمار پوځ پر ملکي حکومت کودتا وکړه، د حکومت د مشرې انګ سانګ سوچي په ګډون ګڼ حکومت لوړپوړي حکومتي چارواکي يې بنديان کړي دي.

د کودتا له لومړۍ ورځ راهيسې د برما په ګڼو ښارونو کې مظاهرې روانې دي او لایونوال له کودتاچي رژيم څخه د واک د پرېښودو غوښتنه کوي.

په ميانمار کې د سياسي بنديانو د مرستې يوه بنسټ رسنيو ته ويلي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پوځي کودتا پر خلاف روانو مظاهرو کې له پنځو سوو زيات کسان وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د تېرې شنبې ورځ تر ټولو خونړۍ وه، چې پوځيانو په يوه ورځ لږ تر لږه ۱۴۱ کسان ووژل.

د سياسي بنديانو د مرستې ادارې ويلي، چې تېره ورځ «دوشنبه» هم په ټول میانمار کې ۱۴ لاريونوال وژل شوي وو.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې پوځيانو د مظاهره‌چيانو پر خلاف د راکټونو سربېره نورې درنې وسلې هم کارولي دي.

د ميانمار حکومتي تلويزون وايي، چې امنيتي ځواکونو د قهرېدلو مظاهره‌چيانو د تيتولو په موخه د فساد ضد وسلې کارولي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

لاريونوالو د پوځي حکومت پر خلاف د مدني اعتراضونو نوی ډول پيل کړی او په ګڼو ځايونو کې يې د پوځ پوستو او مرکزونو مخته د ګندګۍ اچولو لړۍ پيل کړې ده.

ځينو لاريونوالو رسنيو ته ويلي، چې ټوله شپه د پوځيانو له لوري د ډزو لړۍ روانه وه او ښايي له دې سره د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د پوځ او پوليسو ويندويانو تر اوسه د وروستيو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

ملګرو ملتونو، امريکا، برتانيې او اروپايي ټولنې د مظاهره‌چيانو وژنه غندلې او د ميانمار له پوځي مشرتابه يې غوښتي، چې د سوله‌ييزو لاريونوالو پر خلاف د تاوتريخوالۍ لړۍ ودروي او د هغوی له وژنې لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اللهم یشغل ظالمین بالظالمین.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x