افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د سولې پروسه کې باید ټاکنو ته لار هواره شي، زه ورته چمتو یم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني وایي، د افغانستان د سولې پروسې په پایله کې باید ټاکنو ته لار هواره شي او دی چمتو دی، چې هر څومره ژر چې شوني وي‌ ټاکنې وکړي‌ او د بایللو په صورت کې واک منتخب شوي ځایناستي ته پرېږدي.

غني چې د اسیا زړه-استانبول پروسې ناستې ته یې په دوشنبه کې وینا اوروله وویل، چې د سولې په پروسه کې باید ټاکنو ته لار هواره شي‌ اودی چمتو دی چې د ټاکنو د بایللو په صورت کې واک خپل منتخب ځایناستي ته وسپاري او له نړیوالې ټولنې د ټاکنو د څار هیله وکړي، تر څو هر اړخیز، له ویرې لیرې او شفاف انتخابات وشي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د سولې پروسه باید د یوه خپلواک، متحد او ډیموکراټیک افغانستان د جوړېدو لامل  شي او داسې یو افغانستان باید پکې رامنځته شي، چې بیا ځلې د ترهګرو په ځاله بدل نشي.

غني ددې تر څنګ په افغانستان کې د سولې تامین او ثبات د سیمې په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سولې د تامین په صورت کې افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره د انرژۍ سکتور او نورو برخو کې مرسته کولای شي‌.

غني داسې مهال تر وخت وړاندې ټاکنو ته چمتووالی ښيي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر بل هر وخت رالنډه شوې او ناټو او امریکایي‌ عسکر په افغانستان کې تر دوو میاشتو کم وخت لري.

ددې تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو طرحه هم جوړه کړې او ټینګار یې کړی، چې باید لومړی مؤقت حکومت جوړ شي او تر هغه وروسته د ټاکنو له لارې نوي حکومت ته لار هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

نه غني ګیه داسي اسانه دي چیري ایله کوو. ټولټاکني به هله دسره کیدلې چي یوازي ستا پې کفایتي ثابته سوې وای. تا خو جنایتونه وکړل، ویني دي توی کړې. د هیواد امنیتي ځواکونه دي د افغانانو د ټولوژنو لپاره وکارول، تا د مخابراتي شرکتونو مالیات په ښکاره غلا کړل، تا رشوتونه واخیستل، تا د دار الحفاظ حافظ ماشومان، علماء، ژورنالیسټان او عادي وګړي په شهادت وروسول. ته باید د خپلو مرستیالانو او نظامي همکارانو سره یوځای محاکمه سې. ته باید د ډاکټر نجیب په څیر اعدام سې. ته اوس غواړې چي د ټاکنو د لاري واک سپارلو سره د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x