افغانستان

جلال آباد کې ۵ واکسیناتوران وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې د واکسین پر کار کوونکو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۵ واکسیناتوران وژل شوي دي.

دا بریدونه نن د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې د جلال آباد ښار په څلورمې او اوومې ناحیو کې هغه مهال رامنځته شوي کله چې هلته د ګوزڼ(پولیو) ضد واکسین کمپاین روان ؤ.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په خبره په لومړي برید کې چې د جلال  آباد ښار څلورمې امنیتي حوزې «مجبورآباد» سیمه کې د ګوزڼ(پولیو) د واکسیناتورانو په ګروپ ترسره شوی، په ترڅ کې یې د «نګینې» په نوم یوه واکسیناتوره وژل شوې ده.

سرچینه زیاتوي په دوهم برید کې چې د جلال آباد ښار اوومې ناحیې «لعل قاسم آغا» سیمه کې ترسره شوی، د «بصیرې او سمینې» په نوم دوه واکسیناتورانې وژل شوې دي.

له بل پلوه یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغو دواړو بریدونو کې د یو نارینه او څلورو میرمنو په ګډون ۵ واکسیناتوران وژل شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې او مسلحې غلاوې ډیرې شوي، چې خلک یې پړه پر ولایتي ادارې اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ناپوهه او جاهله د واکسین په اهمیت څه پوهییږی. ## د جراحی امراض تو هم تعویض ورکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx