ادبي لیکني

روغ لیونی/لنډه کیسه

نصیب ځدراڼ

د ګهیځ وخت دی، د کلي وړوکي بازار کې دوکاندارنو هتۍ خلاصي دي، څوک د ګرد کمولو په موخه د دوکانو مخې ته اوبه شیندي، څوک لګیا دي د دوکانو سامان ترتیبوي چې د خلکو توجو دوکانو ته راجلب کړي، یو لیونی چې په ځمکه ناست دی، ویښتان خیرن او نوکان یې غټ دي، مچان ترې تاویږي، ماشومان چې مدرسو او مکتب ته روان دي، لیوني باندې غږونه وکړي څوک لیونی لیونی ورته وایې ځینې يې په کاڼو ولي خو دی پر ځای د دي چې غوسه شي کله ورته وخاندي، کله چکچکې او شپیلک وهي.

یو دوکاندار ورته وایې کور دې وران مه شه لږ یو طرف ته شه ګردونه درباندې لویږي،خو دی یې کیسه کې نه دژ، یوه پلاستکي بوجۍ چې خیرنې جامې او خځله پکې پرته ده، دی په هغه کې مصروف دی.

سپین ږیري د دوکانو خوا ته پیتاوي ته ناست دي، څوک شین چای څښي، ځینې دوکان کې لګیدلي ټیلویزون ته ګوري او په خبرونو  او روانو حالاتو تبصري کوي، د ځوانانو یو ټولی له موبایل راتاو دی، کله د خوشحالۍ چیغې کړي، کله خفګان ښکاره کړي، کله وایې شپږیزه شوه، کله وایي وسوځید.دکرکټ لوبه ګوري.
د اطرافو خلک خوراکي توکي اخلي او کورو ته یې وړي.

غرمه شوه، یو باي فور موټر راغی،ترانې یې چالانې دي، دوکاندار ته وایې یو څو انرژیانې راکړه، یو ځوان چې اوږدي زلفې یې پریښي، ټوپک ورسره دی له موټره را کوز شو، مشروبات یې ورسره واخیستل او موټر کې کیناست، لیوني اشاره ورته وکړه.پیسې یې تري غوښتې، د موټر ښیښه یې ورته ښکته کړه لیوني ورمنډه کړه لیوني پر ځای د دي چې پیسې تري واخلي، موټر کې ناست ځوان نه یې خولۍ وتښتوله، هغه په خندا شو، بیرته یې ترې یوړه.

لیونی غواړي شوخې وکړي، له جیبه روپۍ، قلم او ږمنځ تري وباسي، ځوان یو څه روپۍ ورکړې او نورې يې بیرته جیب ته واچوي، ځان تري خلاص کړي..موټر روان شي.

خلک یې ننداره کوي، لیونی خوشحاله ښکاري، پیسې دوکاندار ته ور وړي، ښيښو کې بندې کولچې تري غواړي او د اخیستلو نه پس د لارې منځ کې کینې، پلاستیکي بوجۍ ته ډډه و وهي او خوراک شروع کړي.

طیاره راښکاره شوه، دورې یې پیل کړي، د سیمې خلک ددغو طیارو له وجې اعصابي مریضان شوي، کله چې طیارې راشي ماشومان غوږونه په ګوتو بند کړي او کوټې ته منډه واخلي، طیاره مسلسل په همدي یو ځای پرواز کوي، اخر یې دوه میزایل د دښتې په طرف ور پریښودل او يو څه یې په نښه کړل، ګذار  يې وکړ چې ورپسې لمبې پورته شوې.

بای فور موټر په دښته کې ولاړ دی، لمبې پري بلې دي، خلک له ډاره ور نږدي کیدلی.نشي،موټر کې زخمیان له حرکته لویدلي، زګيړوي کوي، په دي لټه کې دي چې له موټره ځان ښکته کړي، خو نکیږي، دروازې بندي او اور بل دي، کلیوال بې وسه کله موټر ته ګوري کله طیارې ته، هیڅ نشي کولی.

لیونی د لوی سړک په طرف روان دی، ګړندي قدمونه اخلي، خو تګ یې له پخوا سره توپیر لري، څېره یې بیغمه نه بلکې بیریدلې ښکاري، بوجۍ یې وغورځوله، نور هم ګړندی روان شو او لوی سړک ته نږدي شو، له جیبه یې سټیلایټ راویستلو او د چا سره خبري کوي، وایې غازي هوټل ته موټر راولیږئ، هسې نه چې خلک پوی شي چې هدف ما ورکړی او ومې ونیسي. زه در نږدي یم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx