افغانستان

چین: بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، بهرني‌ ځواکونه دې په مسئولانه او منظم ډول له افغانستانه ووځي، تر څو «ترهګرو» ډلو ته د پښو تم کولو فرصت په لاس ورنشي.

وانګ یي چې د اسیا زړه-استانبول پروسې په ناسته کې یې وینا اوروله وویل، چې چین‌ په افغانستان کې له دوامداره او هر اړخیزې سولې څخه ملاتړ کوي‌ او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه باید په په مسئولانه او منظم ډول افغانستان پرېږدي، تر څو «ترهګرو» ډلو ته په افغانستان کې د قوت پیدا کولو زمینه برابره نشي‌ او په خبره یې، چین به په دې برخه کې له ټولو هغو افغان لورو سره همکاري زیاته کړي چې په همدې تړاو اندېښنې لري.

د وانګ یو له قوله، اوس دې ته اړتیا شته چې ټول لوري‌ د القاعده، داعش او د شمالي ترکستان ډلو په وړاندې مبارزه وکړي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي.

دده په خبره، چین له افغانستان سره ګڼې مرستې کړي دي او د کرونا وبا پر مهال یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.

چین داسې مهال له افغانستانه د ناټو او امریکایي‌ ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک پر اساس ټول بهرني‌ ځواکونه باید د می میاشتې تر پیلېدو له افغانستانه ووځي.

واشنګټن وایي، له افغانستانه د امریکایي عسکرو پر را ایستلو غور کوي؛ خو دا به ستونزمنه وي، که د می تر اولې نېټې ټول را وایستل شي.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی،‌ چې که بهرني ځواکونه تر ټاکلې مودې زیات په افغانستان کې پاتې شي، په وړاندې به یې تونده جګړه‌ پیل شي، چې د ناوړو پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx