افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکومت: د ترکیې د ناستې  په تړاو له پاکستان سره سلا مشورې روانې ساتو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ترکیه کې د  افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناستې په تړاو له پاکستاني لوري سره سلا مشورې روانې ساتي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو  وزیر «حنیف اتمر» د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره د اسیا زړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ترسره کړې لیدنه کې د سولې خبرو اترو د بریا او «مطلوبې سولې» ته د رسېدو په اړه خبرې کړې دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «دواړو لوریو موافقه وکړه چې ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو پورې به دوه اړخیزو او څو اړخیزو سلامشورو ته دوام ورکړي.»

د ترکیې  ناسته چې ښايي راتلونکې  اپریل میاشت د ترکیې  په استانبول کې  جوړه شي، د امریکا په وړاندیز  د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي او د افغانستان د سولې پروسې  لپاره مهمه یادېږي.

دغه ناسته چې د طالبانو او حکومت تر څنګ ښایي د سیمې د یو شمېر هیوادونو استازي هم برخه پکې ولري، چمتووالی ورته  روان دی.

د طالبانو سیاسي  دفتر وایي، په دې ناسته کې یې غړي ګډون کوي او تر ټولو ډېر ټینګار به یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو وي.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم نن د اسیا زړه-استانبو پروسې د ناستې په څنډو کې د ایران او ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر سره د ترکیې ناستې  ته د چمتووالي په اړه غږېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx