افغانستان

طالبانو په خوست کې د امریکايي قراردادي ملیشو په مرکز توغندي ویشتلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): طالبانو د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې د میشتو امریکايي قراردادي ملیشو(ضربتیانو) په مرکز ګڼ توغندي ویشتلي دي.

د طالبانو یوې ځايي سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي، چې نن مازدیګر د خوست زاړه هوايي ډګر کې د امریکا د استخباراتي ادارې(سي آی اې) د قراردادي ملیشو«ضربتیانو» په مرکز ګڼ توغندي ویشتلي، چې له امله یې دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

د سرچینې په خبره له دغه برید وروسته امریکايي او ضربتي عسکرو خپل مرکز ته څېرمه شاوخوا غرونه په درنو ډیسي توپونو ویشتلي او له سختې «وارخطايۍ» سره مخ شوې دي.

دغې سرچینې نننی برید د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ضربتي او امریکايي عسکرو لخوا د ملکي خلکود وژلو په غبرګون کې لومړنی برید بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یو ټویټ په کولو سره د خوست په زاړه هوايي ډګر د توغندويي برید تایید کړی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې ضربتي عسکرو ته دروند مالي او ځاني زیان اړولی دی.

باید وویل شي چې د خوست په زاړه هوايي  ډګر کې یو شمېر امریکايي عسکر او د سي آی اې اسختباراتي مامورین هم میشت دي؛ خو دا څرګنده نه ده چې دغو ځواکونو ته په ننني برید کې مرګ ژوبله اووښتې ده او که څرنګه؟

طالبان وروسته له هغه د خوست په زاړه هوايي ډګر کې د سي آی اې قراردادي ملیشو«ضربتیانو» راکټي بریدونه کوي، چې روانه اونۍ یادو ځواکونو د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو چاپو او عملیاتو کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي «شهیدان» او  ټپیان کړل.کومه پېښه چې په پراخه کچه وغندل شوه او بشري جنایت وبلل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا د انسانیت به ژبه نه د زور په ژبه ښه پوهیږی ، دغه خبری هم د طالبانو د زور له مخی کوی ، افغانستان د اسلامی نړی د مجاهدینو اخری سنګر دی له دی سنګر ماتولو وروسته د نړیوالی شاهنشاهی یا د زمکی د خدایی اعلان کوی لکه فرعون چه د الله ج د ویشتلو د پاره هرمونه جوړ کړل ، بلاخره یی اوبو کی غرق کړو ، امریکایان به هم د استشهادی بریدو له امله غرق او د پرونی شوروی اتحاد د برخه لیک سره به مخ کیږی. دوی د اسلامی حکومت د مخنیوی د پاره په افغانستان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx