
ضربتي عسکرو داځل په خوست کې یو ښوونکی «شهید» کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ وری، ۱۴۰۰ل): په خوست کې د امریکا قراردادي ملیشو«ضربتیانو» داځل یو ښوونکی په توره شپه له خپل کوره ویستلی او له «مسموم» کولو وروسته یې «شهید» کړی دی.
دا پېښه تیره شپه د خوست ولایت مرکز «متون» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیمې خلک وايي، ضربتي عسکرو تیره شپه د خوست ولایت مرکز متون کلي کې د معلم سردارولي په نوم یو ښوونکی له خپل کوره ایستلی او له مسموم کولو وروسته یې سهار جسد په دښتنه کې غورځولی دی.
د خلکو په خبره ضربتي عسکرو دغه ښوونکی په داسې طریقه «شهید» کړی چې په بدن یې د «ټپونو» آثار هم نه ښکارېدل.
ضربتي عسکر په داسې مهال د خوست ولایت مرکز کې یو ښوونکی په «شهادت» رسوي، چې په صبریو ولسوالۍ کې د یادو ځواکونو لخوا د وژل شوو ملکیانو او کوچنیانو غم ویر لا نه دی سوړ شوی او په هکله یې د څیړنو غوښتنې کیږي.
د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.
وژنی یو بل سره کافران هم روان دی په کومه متوی تاسی جنګونه کوی؟ باید چی یوې روغی جوړې ته ورسی کنه نو د ټولو جهنم ځای دی.