افغانستان

هلمند: د دولتي عسکرو په توپچي برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې  خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ د یوې کورنۍ ۵ غړي «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه وړمه ورځ د ګرشک ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د میوند قول اردو څلورمې لوا څخه توغول شوې د هاوان یوه مرمۍ د «بزګرانو» په یوه خونه ولګېده او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ ۵ تنه (چې ټول ورونه وو) ځای پرځای «شهیدان» شول.

د سیمې خلک وايي، دغه «شهیدان» شوي بزګران د نصیب الله په نوم کس په ځمکه کې د کار کولو لپاره هلته ورغلي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د عامو خلکو په کورونو او کروندو توپونه او هاوانونه ولي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو لخوا په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ستر مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور میاشتې وړاندې هم د میوند قول اردو څلورمې د ګرشک ولسوالۍ په یاده سیمه کې پر ولسي بازار د توپونو او هاوانونو برید کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ملیونونو افغانیو مالونه ورته ضایع کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x