نظــر

ایا ولسمشر بایډن پر خپلې وعدې د ټینګې سړی دی؟

لیکوال: اسدالله هارون

(د ګوانتنامو بندي نمبر: ۳۱۴۸)

زه نه پوهیږم چې ولې لا د ګوانتنامو په ناوړه زندان کې پروت یم.. که څه هم زه چاته ګواښ نه یم خو بیا هم داسې بریښي چې اوس نو په رښتیا هم د ټولو هیر شوی یم.

دا ما پریشانه کوي چې په دې وروستیو کې امریکا د افغان حکومت څخه د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو غوښتنه وکړه چې په هغو کې داسې بندیان هم وه چې امریکایان او بهرنیان یې وژلي وه، خو زه یوه خبره واضحه کول غواړم، زه د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوم چې مونږ ته سوله راولي، که زه پخپل کور وای، ما به هم د سولې د پروسې په پرمختګ کې همکاري کړې وای، خو دا زور راکوي چې په هیواد کې دننه بندیان خوشي کیږي او زه دلته له هیواده لرې د نړۍ په بل کونج کې په زندان کې بندي پروت یم.

د بایډن په اداره کې یو لوی تضاد چې تحمل یې خورا سخت دی، هغه دادی چې ولسمشر بایډن وايي غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي. تر څو چې زه خبر یم، ددۀ ایتلافي هیواد د افغانستان حکومت ویلي چې دوی به ماته په هیواد کې ښه راغلاست ووايي، نو بیا مشکل څه دی؟

زه وېره لرم چې د اوباما د ادارې په څیر دغه اداره به ډیر لږ څه وکړي او یا به هیڅ هم ونه کړي. زه هیڅکله د ډونالډ ټرمپ د موقفونو یا عمل ملاتړی نه وم، مګر اقلا هغه له ما سره ډېر رښتینی و، هغه ویل چې ما به هیڅکله له زندانه خوشي نه کړي او هغه اقلا په خپله دغه خبره کې صادق و.

ایا بایډن به پر خپلې وعدې همداسې ټینګ ودریږي؟ زه پوهیږم چې بایډن به په ډیرو نورو موضوعاتو مصروف وي، مګر کله به یې دغې خواته پام کیږي؟

که بایډن د دې زندان لیدو ته راغلی، نو هغه به وګوري چې دلته خلک نا امید دي. پر دوی عمرونه تیریږي او زړیږي، دوی ناروغه دي. د متحده ایالاتو حکومت ادعا کوي چې زموږ سره ښه چلند کیږي ، مګر دا تصور وکړئ چې تاسو د کلونو راهیسې په کانکریټي خونو کې بندیان یاست او د انصاف هیڅ امید هم نه لرئ.

ما خپل د لوږې اعتصاب په اړه مخکې هم لیکلي وه، هغه ما تر اوسه هم جاري ساتلی دی. زما وزن اوس ۹۸ پونډه (۴۴نیم کیلو) دی او زه په لوی ذهني او فزیکي درد کې یم. د دریو یا څلورو ورځو لپاره ما د وینو قیونه وهل.
دلته ډاکټرې راته وویل چې هغه نور نشي کولای چې زما تشخیص وکړي، ما له هغې څخه وپوښتل چې ولې به یو ډاکټر نشي کولای چې زما د خولې څخه د وینې بهیدلو معاینات وکړي، هغې وویل چې بدبختانه دوی داسې دوربین نه لري چې تر ستونې لاندي وګوري، کوم کار چې په اکثرو روغتونونو کې یو عادي پروسیجر دی، مګر ګوانتانامو کې د دغه ساده پروسیجر امکانات هم نسته. دوی دغه ساده کارونه هم نه کوي تر څو دلته زمونږ ژوند اسانه شي او تر څو مونږ نور د وینو قیونه ونه وهو.

د څلورو اونیو راهیسي زما په پنجره کې برق مات شوی دی، زه نه پوهیږم چې تاسو ته یې څرنګه بیان کړم چې زما پنجره څومره تنګه او غمجنه ده، یا څرنګه هغه کوچنۍ نرۍ طبیعي رڼا چې زما کوټې ته د څو سانتي کړکۍ څخه تر پوښلې شیشې را تیریږي. خو دومره به درته ووایم چې زه په یوه داسې زندان کې پروت یم چې د یوه خلیجي ساحل په نوم نومول شوی، زه د اوبو له څنډې څخه صرف دوه سوه ګزه لیري یم، خو بیا هم سمندر نشم لیدلای.

اوس لکه څرنګه چې زه نه پوهیږم چې ولې دلته یم، همداسې زه په تاریکه کې ساتل کیږم، ځکه دوی حتی زما په پنجره کې د یوه کوچني برق جوړولو لپاره هم اماده نه دي.

زموږ شکنجه دوام لري، تر ډیره اوس دغه شکنجه رواني ده، مګر دا اوس د ورځې معمول ګرځیدلی او هره ورځ. تر ټولو سخته خبره یې داده چې زه دلته ساتل شوی یم او هیڅ تور راباندي نشته او نه هم په تېرو ۱۴ کلونو کې محکمې ته وړاندې شوی یم او هیڅ لاره هم نه را ته معلومیږي چې څرنګه کولای شم له دغه ځایه ووځم، نشم کولای چې خپله ۱۴ کلنه لورکۍ مریم مې ووینم.

یو ځل بیا، زه پوښتنه کوم چې د بایډن وعده چیرې ده؟ هغه ویل چې غواړي د ګوانتنامو زندان وتړي او افغان حکومت زما په قضیه کې مداخله کړې او ویلي یې دي چې دوی به ما خپل هیواد ته سمدستي بوځي چیري چې زما میرمن او لور دي.

امریکا هر کال پر هغو ۴۰ بندیانو باندې چې دلته پاته دي، ۱۳.۸ ملیونه ډالره مصرف کوي، بایډن کولای شي چې د امریکا د ټکس ورکوونکو د پيسو څخه هره ورځ ۳۸ زره ډالره مصرف را کم کړي که چیري ما خپل کور او خپلې کورنۍ ته ولیږي.

زما په اوسني ژوند کې ماته یوازې همدا لږ رڼا را پاته ده چې زما تر کړکۍ را تیریږي، زما وکیل ماته ویلي چې افغانانو په کابل کې په یوه لاریون کې ستا انځور اوچت کړی و او زما د خلاصون غوښتنه یې کړې وه، زه دا نشم ویلای چې دا ماته څومره زیات ارزښت لري چې زما د هیواد خلک خپل غږ اوچتوي تر څو زه خوشي شم، زه په دې امید یم چې امریکا دغه ږغونه واوري.

?Is President Biden a man of his Word

By Asadullah Haroon
(Guantánamo ISN 3148)

I cannot understand why I am still here in the dreadful prison in Guantánamo. It feels like I have truly been forgotten, even though I am no threat to anyone. It disturbs me that recently the U.S. demanded that the Afghan Government release 5,000 people from jail, and I am told that some of them were involved targeting Americans and other forces. I want to be clear: I support anything that brings us peace. If I were home I would do everything to help the peace process. Yet it is difficult to bear to see prisoners released inside the country, while I remain in prison on the other side of the world.

Another contradiction that is almost too much to bear is the position of the Biden administration. President Biden says that he wants to close Guantánamo. I know that Afghanistan, his ally, has said that they would welcome me home, so what’s the problem? I fear this administration will do little or nothing, like President Obama before. I agreed with almost nothing Donald Trump said or did, but at least he was straight with me: he said I would not leave here and he meant it. Will Biden be as bold and stick to his word? I know he is busy with all kinds of issues, but when will he turn his eyes here?
If Biden came to visit this prison, he would see that the people here are hopeless. They are getting old. They are sick. The American government claims that we are being treated well, but imagine you were locked up in a concrete cell for many years without hope of justice.

I have written about my peaceful hunger strike. I have not given up. I am now at 98 pounds, and I am in great mental and physical pain. For three or four days, I had bleeding in my mouth. The doctor here told me that she could not check on it further. I asked her why a doctor would not be able to find out why my mouth would be bleeding? She said that unfortunately they do not have a camera to look down my throat, a simple procedure in most hospitals. But Guantánamo does not have the simple procedures. And they don’t do the simple things that could make our lives bearable, to stop our mouths from bleeding.

For four weeks, there has been a broken light in my cell. I do not know if I can convey how cramped and gloomy my cell is, or how little natural light penetrates the narrow, centimeters-wide window with its opaque glass. It is enough to say that though I am in a prison named after a bay, and I am only two hundred yards from the water’s edge, I cannot see the sea. Now, just as I do not know why I am here, I am kept in the dark because they refused to do so much as fix a lightbulb in my cell.

Our torture is continues. Mostly now it is a mental torture, but it is inflicted every day, all day. The worst part is the just being here, held without charges or a trial for 14 years, with no idea what I have to do to get out of here, unable to see my 14 year old daughter Maryam.

So again, I ask, where is Biden’s promise? He said he wants to close this prison down, and the Afghan government has intervened in my case saying that they will take me back home to my wife and daughter immediately. America wastes $13.8 million each year housing the 40 prisoners left in this place. He could save the American tax payer $38,000 a day by sending me home to my family.
There is a little light in my life, even if it does not come through my window. My attorneys have told me that Afghan people have held my picture with them during the Kabul protests, demanding my return home. I cannot tell you what it means to know that my countrymen are using their voices to demand my release. I hope that the Americans will hear us.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور عبدالله

ان الله مع الصابرین …

غوربندی

فک الله اسره
الهی له خپل اهل سره یې یو ځای کړې
امین یا رب

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx