نظــر

ولي او څنګه اشرف غني احمدزی د نړۍ مفکر ونومول شو؟

لیکوال: موفق افغان

د اشرف غني احمدزی څېره په رسنیو او په نړیوال سیاست کې له اشغاله وروسته تقریبا لس کاله مخکي راښکاره شوه، مخکي لدې د نوموړي هیڅ نوم او نښان نه وو او د افغانستان خلګ هم ورسره نابلده وو.

احمدزی یوه مبهمه څېره ده، دده مخکنی ژوند تر پوښتني لاندي دی، خو دا چې شخصا دی د هجرت او جهاد په وخت کې له کوم صف سره مل وو؟ پدې اړه هم هیڅ ډول مالومات نشته. ځیني خلګ دا ادعا کوي چې په کمونیستي دوره کې نوموړی د داکتر نجیب له ډېرو نژدې مشاورینو څخه وو، چې له امکانه لري هم نه ښکاري.

یوه خبره چې د احمدزي په اړه ښکاره ده هغه دا ده چې نوموړی د یوه پښتون پلار او شیعه هزارګۍ مور زوی دی، ښځه یې یوه لیبیایي عیسوي دعوتګره ده او لوراني يې بې دینه او څو ځله په غیر شرعي لباس کې په رسنیو کې لیدل شوې دي.

که د اشرف غني د تېر ژوند په اړه پلټنه وکړو، نو د ده د هجرت او د جهاد د وخت په اړه هیڅ ډول مالومات هم نه تر سترګو کیږي، البته هغه لیکوالانو چې دده په اړه یې لیکنې کړې دي له یاد شوي مهم وخت نه یې سترګي پټي کړي دي او یوازي تر انقلاب لمخه او د امریکایي اشغال وروسته وخت په اړه یې لیکني کړې دي.

حقیقت دا دی چې د بن کانفرانس نه وروسته د وخت بدنام شمالي اتحاد د یو څو روپیو او څوکۍ په بدل کې افغانستان په امریکایانو وپلوری، او امریکا هم خپل غربي مزدوران د دې کار لپاره و ګمارل، خو امریکا د هیواد د رهبر او مشر په ټاکلو کې له مشکل سره مخامخ وو. امریکا د یوداسي رهبر په لټه کې وو چې د افغانستان خلګ پرې راټول او یوځای کړي. په پېل کې یې سترګې په عبدالستارسیرت ولګېدې، خو د څو لاملونو په بنسټ امریکا هغه د ټاکل شوي کار لپاره مناسب نه وبلی او وې شړی. بلآخره د امریکا د بخت باز د حامد کرزي په سر کېناست. که څه هم امریکا د کرزي په رهبري خوښ او مطمئن نه وو ځکه چې نومړی نه قومي او نه د کوم سیاسي او نظامي حیثیت څښتن وو. لدې سره سره له قوي ملاتړ نه هم بې برخي وو. خو د بلي لاري د نشتوالي له امله یې، مجبورا د غلامانو ټولۍ د کرزي په غاړه کې ورواچوله. چې ډېر لږ وخت وروسته کرزي د خپل خاصو مهارتونو له امله ځان نړۍ ته یو کامیاب مداري په حیث ور وپېژندی. کرزی پدې وتوانېدای چې د خلګو په منځ کې د اړتیا په وخت ځان وخندوي او د غم او پرېشاني په وخت په خپلو سترګو کې څو څاڅکي او ښکې هم را ښکاره کړي او د نورو په غم کې ځان شریک وګڼي. ده په خپلي تېزي ژبي او چالاکي سره نه یواځي پښتانه ځان ته ورنږدې کړل بلکه دوکه شوی تاجک یې هم په خپل ځان راټول کړل. کرزي غربیانو ته هم خپل غربیوالی ثابت کړ. او بله دا چې هغه خلګ چې خپل ځان مجاهدین؟؟ معرفي کوي، کرزي خپل ځان ورته مجاهد ثابت کړ، ځکه چې څو ورځي یې د جهاد په وخت کې له یوه ملی تنظیم مشر سره تېري کړې دي.

لدېنه وروسته غربیان پدې پوه وو چې د ډرامایي ډیموکراسي په بنسټ به یوه ورځ دا مداري له میدانه شړل کیږي او په ځای به یې یو بل مزدور ګمارل کیږي چې تماشیان په خپل خاص چشم بندي سره ځان باندی را ټول کړي. د دې لپاره امریکا همداسي یو بل شخصیت ته اړتیا درلود خو د ‌ډېر وخت له پلټني وروسته یې سترګي په اشرف غني احمدزي ولګېدې.

پدې وخت کې نوموړی د امریکا د نړیوال بانک یو کاریګر وو او په څو امریکایي پوهنتونو کې یو عادي استاد هم وو خو نه یو وتلی شخصیت، نه مفکر او نه اقتصاد پوه وو، کله چې امریکایي رحمت د ده خواته متوجه شو نو دی افغانستان ته ولېږدول شو او په مالیې وزارت یې د وزیر په حیث ور وتپی.

نوموړی چې له ۲۰۰۲ بیا تر ۲۰۰۴م کال پوري د مالیي وزیر پاته شو، په مالي ډګر کې یې په افغانستان کې د یادوني وړ کار ونکړ. خو دا خبر تر لمر ښکاره ده چې د ده په وخت کې د ماليې وزارت څو ځله له اداري فساد سره مخامخ شو، او پخپله احمدزی پکي تورن وو. له همدې امله دوه کاله وروسته ده له خپلي دندي نه په استعفا ورکولو مجبوره شو او د خپل کور امریکا لار یې ونیوله. ویل کیږي چې احمدزي له خپل ځان سره ډېر مهم اسناد هم وړي دي او د وزارت د غوښتني باوجود هغوی ته نه وسپارل شول.

غربي نړۍ په خاصه توګه امریکا د همدې لپاره په احمدزي سرمایه ګزاري کوله مګر دده د ناکامي او امریکا ته د تېښتي باوجود دی د سیاست بازار ته راوستی، او د معرفي کولو په اساس یې په لومړي قدم کې د کال د بهترین د مالیې وزیر عنوان ورکړ.

لږ وخت وروسته احمدزی د کابل پوهنتون رئیس په توګه وټاکل شو، خو هلته هم په خپل کار کې بریالی نه شو. دی په خپل وخت کې پدې ونتوانېدي چې څلویښت کاله پخوانی پوهنتون په نوې نقشه راولي. د احمدزي د ریاست په وخت کې او آن تر وسه هم څلوېښت کلن پخواني نصاب تدریس کیږي او هماغه پخواني تر وخت تېر شوي نوټونه په محصیلینو حفظ کیږي. طب په ټوله نړۍ کې د مکروب پلټنه او تشخیص په هوا کې کوې خو له بده مرغه د کابل پوهنتو د طب څانګه یې اوس هم په د څلوېښت کلن پخواني نوټونو کې کوي.

اشرف غني نه یوازي د کابل پوهنتون د نصاب په بدلولو کې ناکامه شو بلکه د کانکور نامعقول او بې کار نظام په بدلولو کې هم بریالی نه شو، پدې پوهنتون کې تر نن ورځي پوري د طب، انجینري، تعلیم و تربیه او شرعیاتو محصلین له یوه امتحانه فلټر کیږي. چې په نتېجه کې یې د طب محصل له شرعیاتو سره د علاقه نه لرلو باوجود شرعیاتو ته کامیابه کیږي او د تعلیم و تربیې محصل انجینري ته کامیابه کیږي.

غربي نړۍ احمدزی پدې ډګر کې هم ناکامه ولیدی خو بیاهم د خپلي سرمایي ساتلو لپاره چې پدې شخص شوې وه مجبورا د ده فکري او شخصیت جوړوني په پلټنه کې شو او په ۲۰۰۶م کال کې دی ملل متحد سرمنشي ونومول شو، مګر هیڅ ډول رایه یې نه راووړ چې په نتېجه کې یې بانکي مون چې نړیوال مفکر پېژندل شوی هم نه وو، د سرمنشي په عنوان سره وټاکل شو. یوکال وروسته دی دی د نړیوال بانک رئیس کاندید شو چې نتېجه یې صفر وه.

بلآخره، دی د امنیت د انتقال د ډرامې د مسئول په حیث وټاکل شو، چې په دې دنده کې نه یوازي په پوره توګه ناکامه شو بلکه د شرم بار يې د همېشه لپاره په خپلو وږو واچاوه. سهار د وخته به یې د سیمې امنیت له خارجي بادارانو په خپله غاړه واخیست او افغاني مزدورانو ته به یې وروسپاره خو په هغه ورځ ماښام به خارجې بادارانو بې له کومي پېشګي خبرتیا په سیمي حمله کوله او عملیات به یې کول. د یادوني وړ ده چې د احمدزي پلارنی ټاټوبی هغه وخت له ډیري لویي رسوایي سره مخامخ شو کله چې ددوی بادارانو خپله قرارګار اجیرانو ته وروسپارله او په سبا یې په ډېره بې رحمي سره بمبار کړه چې په نتېجه کې یې تقریبا دیرش عسکر مړه شول.

غربي نړي مجبوره شوه چې خپله آخرني حربه په کار واچوي او خپله کړې سرمایه ضایع نه کړي، نو مجبورا یې اشرف غني دوهم نړیوال مفکر اعلان کړ خو دا تر اوسه ښکاره نه شوه چې په کوم اساس دی د نړي دوهم مفکر اعلان شو.

د اشرف غني د مفکر والي یوه نښانه خو دا ده چې د د ځان لپاره د معاون په حیث د جنرال دوستم انتخاب وکړ، چې د یو کمونست، جنګ سالار او خونخوار په حیث څو ځله اشرف غني په خپله یاد کړی دی. او بله نښانه یې په ټاکنو کې په ډېره لویه کچه درغلي کېدای شي. او د جان کېري په زور د ائتلافي حکومت جوړونه هم یوه مهمه نښانه کېدای شي.

که پورته تېر شوی خلاصه کړو نو پدې نتېجه رسېږو چې اشرف غني په تېرو لسو کلنو کې په افغانستان کې همېشه له ناکامي سره مخامخ شوی دی. دی نه یوازي دا چې د ښه کار کولو سبب نه شو بلکه په هر ډکر کې په فساد ککړ شو. او دا چې امریکا باید د افغانستان لپاره یو بل رهبر ولري چې له انتخابه وروسته باید د افغانستان عامو خلګو ته یو وار بیا چل او فرېب ورکړي، نو د احمدزي ناکامه څېره یې د خلګو مخته پېښ کړه او په قدم قدم کې یې له ده نه د نړیوال شخصیت جوړولو هلي ځلي وکړې او بالاخره یې ډ نړیوال مفکر په عنوان ونوماوه. چې پدې سره به دی په فرمایشي ټاکنو کې وتوانیږي چې د خپلو کړو درغلیو د تجربې په بنسټ د افغانستان مسلمان ملت رئیس جمهور وټاکل شي.

خو دې ټکي ته باید متوجه شو چې ځیني ساده لوحه خلګ خوش باوره دي چې احمدزی به په اداره کې دکار وړ بدلون راولي مګر دوی پدې باید پوه شي چې دی د دې وړتیا نه لري چې د مالیې وازارت کې، د کابل پوهنتون په ریاست کې او د امنیت د انتقال په مسئولیت کې له پورته یاد شوي بدلونونو نه زیات او ګټور بدلون راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

22 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Rashid Alami

وروره د لیکنې څخه دې یوه نړئ مننه د داکتر صیب اشرف غنې د تیرو بریالیو تجروبو څخه دې سم د پاکستانې رنګړو اچار چوړ کړ. داکتر صیب اشرف غنې ګران هیواد افغانستان او افغانو ته ډیر خدمتونه کړې، چې د هغو له جملی څخه یو هم د مخابراتو لپاره پانګې اچوني ته د خارجیانو تشویقول و، چی اوس په هیواد کې څو شبکې فعالیت بوښتی دی. او د هیواد په ملې عاید کې لوړه سلنه د مخابراتو شمیرل کیږې چي په کال کې څو میلیونه ډالره ده او په ځانګړې توګه ګرد افغانان ورڅخه څومره ګټه اخلي افغانان یی… نور لوستل »

پغمان غږ

هو … دهمدې ټیلي کمونیکیشن له لارې افغانان په انټرنیټ فحشاګوري

ادریس

زه صرف غواړم یوه پوښتنه وکړم هغه دادی چی همدغه نن ټکی اسیا ویبپاڼه د چا او له کوم ځایه تمویلیږی؟
که چیرته زما دغی پوښتنی ته ځواب په درست ډول راکړل شی نو زه به خپله اړیکی ددی ویبپاڼی سره پیاوړی کړم او هر وخت به یی ګورم و مطالب به یی لولم، او خپل نظریات به هم ورسره شریکوم او که ځواب راته رانکړل شی نو هیڅکله به یی ونه ګورم او نه به یی مطالب ولولم، ډیره مننه

حماد فرهاد

ابدالرشیدہ ورورہ مہربانی وکہ دھغہ اول سوال جواب ووایہ

M.A. Hikmat

لیکوال صاحب تا خو له حقایقو بیخي سترګي پټي کړي دي… باید لیږ څه خو دي ریښتیا ویلي واي…

شهید شهید

عالمی صاحب ، مخابرات خو اشغلګر دخپلو استعماری کړنو د خاطره هم سموی تاسی ورباندی د وچو درو اشرف نوم مه لګوی ، ولی مهمه داده چه د لیکونکی د مالی وزارت ، پوهنتون ریاست ، او داسی نورو نیوکو ته دی څه نه دی لیکلی چوبوالی د اعتراف او اقرار به معنی دی ، نو بیا څنګه کیدی شی یو بی کفایته او فاسد انسان یوه دنده کی مخلص او بله کی خاین او بی کفایته وی ، ادریس صاحب ، له هر ځایه چه تمویلیږی تمویلیږی به مګر ستاسی له بادارانو یعنی له روس او امریکا نه تمویلیږی… نور لوستل »

نعیم احمد

داهسی پوچ او بی معنی تحلیل دی داکتر اشرف غنی احمدزی یوه پیژندل شوې څیره وه. داستاسو د غلط فهم او جهالت نښانه ده چې په هکله یی منفی او پوچ نظر لری

afzal

محترما- اشرف غنی چی هر رنګه دی خو ترتا شه مسلمان دی ده زما ایمان دی

Yaseen

Dear Mr. Afghan Thanks for your baseless information about Dr Ghani.Afghanistan has lost thousands of scholars and intellectuals during and since 1979. Dr Ghani is the best candidate in this era. We have no option. We only have fighters like Mullah Omar, Haqqani and Gul budding. Afghanistan does not need fighters who trains killers. We need scholars such Dr Ghani who can take us from the abyss of the ignorance. We need peace at any cost. Secondly , you mentioned about WB and US universities . He was a professors . We are not even eligible to touch the door… نور لوستل »

شهید شهید

!Dear Mr. Yaseen You are feeding from the same host Ashraf Ghani feeding . What ever Br. Afghan discussed about poppet Ash. Ghani , he is wright 100%. ,A. Ghani is scholar and intellectual by force of Imperialismzz, not by the universities He is their spy and slave as Kerzai and his team and his Ethiest followers in madia You mentioned , that he was a professor in the universities which no body can touch except their spies and slaves as A.Ghani and his followers . Mr. Afghan judgment was on base of Islam and Afghaniat and A. Ghani and… نور لوستل »

افغان ځلمی

افضل ، یاسین او احمد صاحبانو : تاسی که رښتینی هغه څوک یاست چه د اشرف غوند غلام او اتیست څخه دفاع کوی د لیکونکی په محتویاتو تبصره استدلال وکړی د معقول استدلال او منطقی دلایلو له مخی دهغوی استدلال رد یا تایید کړی ، ستاسی استدلال خو هماغه د ( ګل مرجان یی نه منی ) استدلال شو چه همدا ستاسی ملګرو ورپسی جوړ کړی څرنګه هلته عبدلله ته د جاهل او ناهل نسبت کوی او دلته ځان په هماغه چوکات کی راولی ؟ حیرانونکی ( محترما- اشرف غنی چی هر رنګه دی خو ترتا شه مسلمان دی ده… نور لوستل »

ادریس

که څه هم ما ددی ویبپاڼی څخه پوښتنه کړی وه چا دا ویبپاڼه د چا او له چا لخوا تمویلیږی خو متاسفانه ځواب رانه کړل شو که ځواب ددی ځای کی نشر شی ډیره به ښه وی زه یو خپلواک شخص یم نه د کوم حزب او نه مدنی ټولنی غړی یم ما په یوه خصوصی NGO کی کار کړی خو اوس دنده نلرم په کور کی ناست یم زما بل مطلب نشته خو یوازی مطلب می دادی ما اوریدلی چی نن ټکی اسیا ویبپاڼه مسول مدیر یی د افغان ندی او ددی حکومت سخت مخالف دی ایا دا رښیتا… نور لوستل »

Rahim

ګرانو وړونو! که څه هم داکتر اشرف غنی دوستم او بعظی نور اشخاص چه کړه وړه یی تر ډیرو سوالو لاندی را تلای شی پر ځان را ټول کړیدی. نو ضرور ده چه یوڅه وخت نورھم ور کړو. ذماویره داده که خدای ناکرده که اشرف غنی مړشی نو دوستم به مو ولس مشر وی.

نور وفا

محترم لیکونکیه : هغه لیکوال ته په احترام چی همه جانبه لینه کوی. تحلیل دی یو طرفه او بی پایلی دی ځکه تا اکثرآ هغو مسایلو ته اشاره کړی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی د خپل کمپاین په وخت هغو نیمګړتیاوو ته چی دی د خپلی وظیفی په وخت ور سره مخ وو پرده پورته او د اصلاحاتو خبره یی یاده کړه . ډیر ووړ مثال چی افغانان په دی پوهیږی چی د ۵ افغانیو سکه د دنیا تر ټولو ښایسته قوی او نه خرابیدونکی منل شوی . د مامورینو معاشونه د احمدزی صاحب په وخت کی کمپیوتری شول… نور لوستل »

نور وفا

د ورځپاڼی محترم مسول صاحب ډیر په بخښنه چی اخرنی جمله کی یوه کلیمه را نه کمه تایپ شوی ده که کیدلای شی دا جمله لری کړای چی ډیر زیات پری شرمنده یم د ټولو افغانانو څخه زیات په بخښنه ، زیات شرنده یم
د ګران وطن افغانستان او افغانانو د دښمنانو د بربادی په هیله

نور وفا

د ورځپاڼی محترم مسول صاحب ډیر په بخښنه چی اخرنی جمله کی یوه کلیمه را نه کمه تایپ شوی ده که کیدلای شی دا جمله لری کړای چی ډیر زیات پری شرمنده یم د ټولو افغانانو څخه زیات په بخښنه ، زیات می بد وکړل چی د ثبت نه وړاندی می ونه لوستله زیات شرمنده یم.
د ګران وطن افغانستان او افغانانو د دښمنانو د بربادی په هیله

محمود

محترمو لاندې درو نقطو ته ستاسي توجه غواړم: ۱. که چېري تاسو د اشرف غني په کار او خدمت ویاړۍ، نو مهرباني وکړئ موږ ته د نوموړي په لس کلنی دوره کې د ده خدمات او کارګردګي وښیئ. ۲. محترم عالمي صاحب، تاسو چې کوم خدمت ته اشاره کړې ده هغه د احمدزي د نیمګړتیاوو لپاره کافي ده، کوم کار چې تا یاد کړی وو هغه خو د وزارت مالیې کار نه بلکه د وزارت اقتصاد او د مخابراتو د وزارت کار دی. ۳. محترم وفا صاحب تاسو چې د کوم خدمت یادونه کړې ده، ایا د یوه کس لپاره… نور لوستل »

نعمت الله

السلام عليكم از همه اولتر بجواب برادر اولی ما که عبدالراشد عالمی که گفته که از دست آوردهای اشرف غنی یکی اینست که جلب سرمایه گذاری غرب برای رشد مخابرات در افغانستان . برادر محترم آیا میدانی که این پیشرفت مخابراتی به چی هزینه برای ما تو و مردم افغانستان تمام میشود هرپایه که در بالای خانه ما و شما است در خارج ممالک کفری در احاط 250 متری آن انسان چه که حیوان نباید زنده گی نماید و الی یک کیلومتری در آن هیج انسان نباید زنده گی کند . در اروپا اگر یک پایه که به مراتب از… نور لوستل »

مجاهد

زه له اخری دوه ورونو ډيره مننه کوم : په دی چه ځوابونه یی په منطق استوار دی ، که زما دشمن هم وی او د الله دشمن هم وی چه منطقی استدلال کوی خوښږی می چه مفاهمه یا مناقشه ورسره په ادبی چوکات کی جاری وساتم ، خوهغسی خلک که پیدا شی اول یی استعمار دا ډول بی وجدانه او پلورل شوی د ندی د پاره قانع کولی نه شی او که کوم یو قانع کړی بیا د هغه د استعداد په کچه معاش نه شی ورکولی ، نو د هغو په ځای دا چه په سوونو کار کوی… نور لوستل »

غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترامات زما له هغو چې اشرف غني ورته ملايکه مفکر او منجي ښکاري څو پوښتنې لرم: 1-د نړي لومړي او دريم مفکر څوک ده؟ 2- عبدالله عبدالله په انتخاباتي انډوخر کې د اشرف غني سيال ده کنه؟ زما نظر: لکه څرنګه چې د (ګلمرجان) مسمي چې يو پښتو نوم ده په عبدالله باندې ايښودل له ټولو ښاغلو ګل مرجان صيبانو سره ظلم او زياتي ده همداسې د (مفکر) مسمي په اشرف غني (بابه يې سګ ها) باندې ايښودل هم له ټولو حقيقي مفکرينو سره ظلم او زياتي ده. له ګلمرجان صيبانو سره دا زياتي د بابه… نور لوستل »

غوربندي

د تیر په ادامه په خصوصي سکتور کې د پانګونې امتیاز اشرف غني پورې ارتباط نه پیدا کوي بلکه په خصوصي متشبثینو پورې اړه پیدا کوي هو که څوک استدلال وکیی چې دا خصوصي متشبثین چا تشویق کړل نو جواب یی داده چې د خصوصي پانګونو لپاره خلک په محض تشویق زړه نه ښه کوي بلکه تعهدات غواړي چی د مخابراتو په ارتباط د تاسیس تعهدات اشغالګرانو ورکړي او د فعالیت تعهد (تعهد نه بلکه په خلکو باندی اخلاقي پیرزوینه) طالبانو پرې کړې ده او اشرف غني په دې منځ کې هیڅ بوتل هم نه ده دا امتیاز د امریکایانو… نور لوستل »

قاري سعيدخوستئ

زه خو پدي دير حيران يم چي زموژ داتاريك ضميره خپله هره نارواء كڑنه سومره په مكر توجيهوي

Back to top button
22
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx