شعـــــرونه

د صبریو معصومو شهیدانو ته!/ ګربز

مستغفر ګربز

شهید ارمان به دې تر کومه وي مورکۍ په زړه کې؟
چې سوځوي دې په ورو ورو لکه سپرغۍ په زړه کې

د مرګ تر پولې به درانه هجر وې وړي منم
له نا هيلۍ به دې ولاړې وي پولۍ په زړه کې

اخ سختوي دې ژوند، د یاد ډیوې دې مه بلوه
د مایوسـۍ په ژۍ ولاړې شپه کرۍ په زړه کې

د درد انځور دې د تمام افغانستان په څېر دی
له اوښکو ډکې ډکې سترګې او سلګۍ په زړه کې

د بشـریت تمثیل یې هسې غولونه ده نو
ته څه خبره یـې چې څه غواړي نړۍ په زړه کې

مات اُمیدونه دې ګربز مستغفر څه وزغمي؟
چې غوڅوي د غم چاړې دې له سختۍ په زړه کې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x