دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي دولت جوړولو طرحه «لومړۍ برخه»

الحاج استاذ بیانزی

خلافت یا د اسلامي حکومت شروع:
ځمکه د ټولو ژونديو د زیږیدنې، روزنې او لویدنې لپاره لکه د مور نس او غیږ جوړه او د ښه مدیریت لپاره یې انسان ورته وټاکلو خلیفه وټاکلو.

ملایکو یې د خلافت دغه لوړ مقام ته د الله ج په امر سجده وکړه، چې له امله یې له خلیفه انسان اشرف المخلوقات جوړ کړ، مګر ابلیس چې د حرص او لویۍ له امله د الله جل جلاله له امر سرغړونه او د الله جل جلاله له رحمته بې برخې کېږي؛ الهي ازموینه پیل کیږي.

الف: خلافت یا الهي نظام:
د خالق لایزال په ( زمکه ) کې د خالق لایزال  د اصولو سره سم خداګونه مدیریت تر سره کولو ته خلافت یا اسلامي حکومت وایي، ادم عليه السلام لومړی خلیفه و، الله جل جلاله خلیفه انسان ته له خپلو درې صفاتو ( معبودیت، خالقیت او مالکیت ) غیره د خپلو ټولو نورو صفاتو نسبي برخه او پیاوړتیا ورکړه چې د خداګونه نیابتي دندې جوګه شي.

دا چې انسان ته یې له پورته درې لویو خصلتو په ځانګړي ډول د مالکیت ولې برخه ورنکړه؟ تردې چې د ځان مالکیت هم نه لري، ځکه چې، انسان به د خپل مالکیت د زیاتولو لپاره مظلوم بشریت استثمارولو. دغه مالکیت څخه برخه نه ورکول د استثمار مخه نیول شوې. د همدې مالکیت په لرلو او نه لرلو الهي ازموینه پیلیږي.

د الهي ازموینې د تداوم لپاره انساني فطرت کې د حرص او اطمنان دوه خصلتونه اخښل شوي، بدمرغو کې حرص او نیکمرغو کې اطمنان وده کوي.

ب: حرص او اطمنان:
د حرص او اطمنان خصلتو له مخې انسانان په درې ډلو ویشل شوي:

ــ مطمئن النفسه انسانان : اشرف المخلوقات، خلیفه یا تر ټولو ښه انسانان، د الله جل جلاله په مالکیت، خالقیت او معبودیت پوره باور او اطمینان لري، د الله جل جلاله رښتوني بنده ګان دي، د ځانو په شمول ټول مخلوقات د الله جل جلاله مالکیت کې شمیري، د نورو د استثمارولو اړتیا نه لري.

۲ ــ اماره النفس انسانان: اسفل سافلین، انساني شیاطین ( دجالان ) تر ټولو ذلیله او حریص انسانان، د ځمکې د مالکیت او شاهنشاهي خپلولو هڅې لري، همدغه د مالکیت حرص لرلو له امله تل مظلوم بشریت استثماروي، وجدان نه لري.

۳ ــ لوامه النفس انسانان: دوی وجدان لري، وجدان یې ملامتوي، منل او نه منل بیا د دوی انتخاب دی، که د وجدان ومني مطمئن النفس ته او که یې نه مني اماره نفس اړخ ته نزدې کیږي.

د اسلامي نظام اړتیا او پیاوړتیا:
انسان ته د ټولې ځمکې د ټولو چارو پوهه او استعداد ورکړی شو مګر د انساني اصولو جوړولو واک یې ورنه کړو ولې؟

شیطان د انساني حرص د کارولو له امله د انسانانو سینو کې وسوسې اچوي. بدمرغه حریص انسان د خپل مال او مالکیت د زیاتولو هڅې لري چې له امله یې مظلوم بشریت استثمار او غلاموي، د استثمار په زیاتولو یې حرص لا زیات او ایمان یې کمیږي، که د ایمان کچه یې صفر ته رسي زړه یې لاک و مهر او په انساني شیطان یا دجال بدلیږي.

د سیاسي قدرت په لرلو او قوانینو جوړولو مظلوم بشریت قانوني استثماروي. خالق لایزال د دغه استثماري قوانینو د مخنیوي لپاره الهي اصول نازلوي. انحضرت صلی الله عليه وسلم له بعثت وروسته مکه معظمه فتح او د نړۍ لومړی هغه حکومت جوړوي چې په الهي اصولو چلیدو او د هغه اسلامي حکومت په مټ الهي اصول شرق او غرب ته رسیږي.

د اسلامي نظام یو بعد اصول دی او بل بعد یې د الهي اصولو د عملي کولو لپاره حاکمان دي د امير ټاکنه سره د دې چې يوه الهي فريضه ده، له امير پرته الهي احکام نه عملي کیږي، مګر د الهي اصولو پرتله یې قران د ټاکلو په اړه ډیر صریح احکام نه لري، د اسلامي نظام اصول له قران او احادیثو سرچينه نيسي.

اسلامي تاريخ کې د امیر حتی د راشدینو خلفاوو د ټاکلو لپاره تل بیلا بیلې لارې کارول شوي، معلومیږي چې د امير ټاکلو تګلاره د مجتهدو علماوو ( چې د دولت په راست کې قرار لري ) د نظر او رایو پورې تړاو لري چې د مکان او زمان د شرایطو له مخې یې ټاکي.

د اسلامي تاريخ اوږدو کې ډیر اميرین په زور قدرت ته رسیدلي او د علماوو لایحو ته نه دي کتل شوي، مګر دا چې الهي اصولو ته ژمن پاتې شوي، بیا هم اسلامي نظامو کې شمیرل کیږي، تل باید له داسې لارو کار واخلو چې هم پکې اسلامي احکام پوره عملي او هم څوک د واک تر لاسه کولو لپاره له زوره کار وانخلي.
خالق لایزال فرمایي څوک چې د الله له  قوانینو سره سمې فيصلې نه کړي؛ هغوی كافران دي.
د الهي عدالت په مټ حق حقدار ته رسیږي، مګر هغه اسلامي نظامونه باید لږ تر لږه لاندې ځانګړتياوې ولري:

د دولت په رأس کې د علماوو مستقله شوری، د امیر د عزل او تقرر لپاره ځانګړې لایحه او تګلاره، په نهادو کې د نظارت او تفتیش مستقل مدیریتونه، د علماوو د یو لړ ازادیو تضمین، ښې اقتصادي تګلارې، د کسب او کار لپاره نوښتونه، د کدرونو روزل او پالل، ټولنیز عدالت، د یو لړ ازادیو، دین، نفس، مال، عقل او نسل ساتنې تضمین او داسې نور.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

موږ د اسلامی دولت جوړونی د پاره د همداسی طرحو تږی او غوښتونکی وو او یو، ښه شو چه د لمړی ځل د پاره مو د نن ټکی اسیا پاڼه کی ورته لیکنه ولیدله او ولوستله، ډیر ښه معلومات مو د اسلامی حکومت د جوړشت شروع په اړه ولوست ، مګر دا شروع ده الله ج دی وکړی چه هغه نوری برخی یی هم ولولو کومی چه د اوس وخت د پاره اړینی دی ژر تر زره یی د نن ټکی اسیا پاڼه کی ولولو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx