افغانستان

اسرائيلو خپل اتباع متحده عربي اماراتو، بحرين او ترکيې ته له سفر کولو منعه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د اسرائيلو حکومت له خپلو اتباعو غوښتي، چې متحده عربي اماراتو، بحرين، ترکيې او د ایران نورو ګاونډيو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امريکا بلومبرګ خپرونې د اسرائيلو د ملي امنيت شورا په حواله ويلي، چې يو شمېر ايراني ډلو د اسرائيلي اتباعو د وژلو ګواښ کړی او زياته کړې يې ده، چې تېره مياشت د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د اسرائيلو سفارت ته څېرمه چاودنه کې هم د ایران لاس و.

له ډېر وخته اسرائيل او ایران پر يوه بل تورونه لګوي.

څو مياشتې وړاندې د ایران ستر اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده پلازمېنې تهران ته څېرمه په يوه غلجکي برید کې ووژل شو، چې ایران يې پړه پر امريکا او اسرائيلو اچولې وه.

د اسرائيلو د ملي امنيت شورا ويلي، دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې ایران پلان لري، تر څو په لنډ راتلونکي کې اسرائيلي اهداف په نښه کړي.

د امريکا وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې اسرائيلي پوځ هغه ایراني بېړۍ په نښه کړي، چې سوريې ته روانې وې.

امريکايي او سيمه‌‌ييز مسؤولين وايي. په سيمه کې د ایران او اسرائيلو تر منځ د زياتېدونکي تاو تريخوالي نوې جبهه رامنځته کېدونکې ده.

تېره مياشت د اسرائيلو يوه بېړۍ د سعودي له دمام بندر څخه د هند پر لور روانه وه، چې د عمان سمندر سره پرې برید وشو او اسرائيلي چارواکو د دې بريد مسؤوليت هم پر ایران اچولی و، خو ایراني چارواکو دا تورونه رد کړي وو.

ایراني چارواکي وخت پر وخت ځان د اسرائيلو «ستر دښمن» معرفي کوي او د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنیاهو هم پر ایران تور پورې کړی، چې پر اسرائيلي بېړيو برید کې لاس لري.

نتنياهو ويلي، چې دوی به پر اسرائيلي بېړۍ د بريد غچ له ایرانه اخلي.

د تېر کال په وروستيو کې، چې د اسرائيلو ښکېلاکي دولت له متحده عربي اماراتو او بحرين سره ډيپلوماټيکې اړيکې جوړې کړې، دواړو هېوادونو ته د اسرائيلي اتباعو د سفرونو لړۍ تونده شوه، خو د کرونا وبا له امله دا سفرونه د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي دي.

ځينې کارپوهان د ایران او اسرائيلو تر منځ روانې نادرۍ يوازې «لفظي لوبه» بولي او ويل کيږي، چې د تهران او تل ابيب د دې ظاهري شخړې په مرسته اسرائيلو د عربي دولتونو ملاتړ تر لاسه کړی دی او ګڼ عربي دولتونه له اسرائيلو سره پټې او ښکاره اړيکې پالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx