افغانستان

لوګر کې د دولتي عسکرو قومندان او کاپیسا کې د امنیت چارواکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت د دویمې سرحدي لیوا یو قومندان او د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ د امنیت د مدیر مرستیال د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.

د پکتیا د دویمې سرحدي لیوا قومندان «امان ګوجر» رسنیو ته ویلي، چې نن سهار د لوګر ولایت‌ د مرکز «پل علم» اړوند «خضر بازار»‌ سیمه کې د پکتیا د سرحدي لیوا پر درستیزوال «ډګروال فریدون فیاض» باندې ناڅرګنده وسله والو برید کړی چې له امله یې نوموړی وژل شوی.

د امان‌ په خبره، له فیاض سره مل د هغه یو تن ساتونکی په دې برید کې ټپي شوی او پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې ډګروال فیاض له کابله-ګردیز ته پر لاره وو.

ورته مهال د کاپیسا امنیه قومنداني وایي، چې ددې ولایت د کوهستان ولسوالۍ د امنیت د مدیر مرستیال  وژل شوی.

د امنیه قومنداني‌ د ویاند «شایق شورش» په وینا، خواجه عتیق الله تېره شپه په کوهستان ولسوالۍ کې د خپلې ترور له زوی سره یو ځای ناڅرګندو وسله والو وژلی.

که څه هم تر دې دمه د برید مسئولیت چا نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې پر لوړ پوړو دولتي چارواکو بریدونه په بې ساري‌ ډول زیات شوي، چې له امله یې د حکومت امنیتي ادارې له توندو نیوکو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

الله دي ددواړو جهنم ځاي کړي او کورني یي هم تباه او برباده کړي. دي قاتلينو به څومره بي ګناه افغانان وژلي وي. جزا دعمل حق ده! کاروان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x