نظــر

د طالب مشرانو دپام وړ

لیکوال: وطنمل
انسان عیال الله بل شوی، انسان بنیان الرب بلل شوی، د یوه بې ګناه انسان په وژنه الهي عرش په وجد او لړزه راځي، الله تعالی وایي ماته د یوه بې ګناه انسان تر قتل د درست کائنات پوپناه کیدل اسانه او سپک دي.

د بي ګناه مسلمان عمدي قتل تر شرک وروسته دوهمه ترټولو غټه ګناه ده،که قرآني نصوص او نبوي احادیث وپلټل شي، وینو چې د انسان ژوند ته اسلام په ډیر ستر اهمیت قائل دی،د انسان قتل یوازې د ټولنې د اصلاح او له کفر او فساد څخه د حفاظت په خاطر جائز بلل شوی دی، دبې ګناه مؤمن قتل هغه عظیمه ګناه ده چې الله تعالی یې سزا دکفر سزا ته قریبه بللې او ویلي دي : فجزاءه جهنم خالدا فیها. . . دخالدا معنی تر ابدا لږ تخفیف لري یعني د بي ګناه مؤمنانو قاتل به اوږده موده په جهنم کي وي، هغه موده چې الله تعالی یي اوږده بولي، خپله فکر وکړئ چې څومره به اوږده وي.

خبره مې د اورګون په ولسوالۍ کې دپیښې فاجعې په اړه کوله، دلته په ډک بازار کې چاودنه شوې، روایات مختلف دي څوک یي بم چاودونه بولي او څوک موټربم چاودنه ، که هرڅه وه خو لسګونه ناخبره، بې ګناه او روژه په خوله مؤمنان یي په شهادت ورسول، دپیښې په اړو دوو لوریو ته ګوتې نیول کیږي، چارواکي یي په طالبانو پړه اچوي او طالبان یي په چارواکو او امریکایي استخباراتي شبکو.

دا پيښه لومړنۍ نه ده او نه هم وروستنۍ ده، په تیرو څو کلونو کې ددواړو لوریو څخه خلک وژل شوي دي،نوځکه دوړو لوریو ته د مسؤلیت راجع کیدلو امکان وجود لري، دلته زما خطاب امریکایانو او کفارو ته نه دی، ځکه کفار د مسلمان په وژلو باک نه کوي،بلکې یوه لاسته راوړنه یي بولي .
څرنګه چې د پيښې داتهام ګوته طالبانو ته هم نیول کیږي، زما دطالبانو له مشرتابه ، شخصا له محمد عمر مجاهد ، دطالبانو له شورای ، د پکتیکا لپاره دطالبانو له مسؤل او ټولو نورو منسوبینو څخه غوښتنه ده ، چې ددې دردونکي پیښې پوره پلټنه وکړي، او له خپل جانبه هغه مسؤلیت چې عندالله ورته راجع دی له غاړې واړوي.

ددوی دمسؤلیت په ساحه کې تر اتیا زیات مؤمنان ووژل شول، ټول پوهیږو چې دا مؤمنان بې ګناه و، که چیرې په دې پیښه کې طالبان لاس ولري، او په اړه یي بې تفاوته پاته شي، نو زه له همدې ځایه د الهي سخط او عذاب د نزول خبرداری ورکوم ،ځکه دا خلک دالله تعالی بندګان و، د الله تعالی په نزد طالب مستثنی نه دی، بلکې همداسې مسؤل دی لکه نور انسانان، که چیري په دې پیښې کې طالبان دخیل وي او ځان یي په اړه غیرمسؤل بولي، معلومه خبره ده چې الله تعالی به ورڅخه ناراضه کیږي، او چې کله الله ناراضه شي بیا که ټوله دنیا فتحه کړي، ټول کفر تباه کړي او هرڅومره قربانۍ ورکړې هم کومه ګټه ورته نلري.

طالبانو دپخوا په شان اعلامیه صادره کړې او ویلي یي دي چې په دې پیښه کې لاس نلري خو یوازې داعلامیې صدور شاید د مسؤلیت ترسره کول نه وي، دلته عندالله مسؤلیت خورا دروند دی، چې مسؤل مقامات یي د خلکو او سیاسي موخو په خاطر نه بلکې دالله تعالی په خاطر ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد فرهاد

ښه خبره ده طالبان بایدددې پیښي په اړه پوره لټونه وکړي

اقبال

وطنمل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! مه خوابدی کیږه که حقایق درسره د اسلام له مخی ارزوو : لمړی : ستاسی د نوم په اړه وطن مل څخه معلومیږی چه تاسی نشنلست یا وطن پرست یاست له الله ج غیره د بل هرڅه پرستش شرک او کفر دی وطن د لوشی او په هغه لوښی کی نظام د کتغ مثال لری نظام په ټولنه کی بدلون راولی او هغه هم الهی نظام ټولنه کی د الهی عدالت په قایمولو امنیت او سولی تضمین کوی امنیت او سوله د عامه خوشاله هوساینی تضمین کوی په کار دا ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x