نړۍ

فرانسه: سخت دريځو افراطيانو په عامه ځايونو کې د مسلمانانو د لمونځو د مخنيوي غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): په فرانسه کې د ښي اړخي سخت دريځي «ملي ګوند» د مسلمانانو پر خلاف کمپاین پيل کړی او له حکومته يې غوښتي، چې د فرانسې په ختيځ ګرونبل ښار په عامو ځايونو کې د مسلمانانو د جمعې لمونځو مخنيوی وکړي.

د ياد ګوند يوه لوړپوړي مشر اندريا کوتاراک ويلي، په عامو ځايونو کې د مسلمانانو د جمعې لمونځونه «ستر ناورين او شرم» دی او زياته کړې يې ده، چې د سيمې له ګڼو خلکو او ښاريانو يې په دې اړه شکايتونه اورېدلي دي.

اندريا کوتاراک ويلي، د فرانسې خلک غواړي، چې په خپلو ښارونو کې له هر ډول ګډوډۍ پرته ژوند وکړي.

د ياد ګوند مشر زياته کړې: «موږ دا نه شو زغملی، چې مسلمانان دې د ښارونو په فضا مسلط شي او د ښوونځيو مخته دې لمونځونه وکړي.»

کوتاراک وايي، اوس، چې مسلمانان په فرانسه کوم ډول عبادتونه کوي، دا د سيکولريزم او د فرانسوي ديموکراسۍ سپکاوی دی.

نوموړي ويلي، دوی د ديموکراسي او سيکولريزم له نوي ډول سپکاوي سره مخ دي او مسلمانان د خپلو ديني عبادتونو له لارې د فرانسوي ټولنې جوړښت او ديموکراسۍ ته زيانونه اړوي.

نوموړي زياته کړې، که د ښار حکومتي مسؤولين د مسلمانانو د لمونځونو د مخنيوي لپاره ګام پورته نه کړي، نو دوی به اړ وي، چې له امنيتي ادارو سره په ګډه د ګرونبل ښار په عامو ځايونو کې د مسلمانانو د جمعې لمونځونو د مخنيوي لپاره لاس پر کار شي.

د ښي اړخي سخت دريځي «ملي تجمع ګوند» مشرتابه له خلکو غوښتي، چې د کوتاراک ملاتړ وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې هغه ته رايه ورکړي.

د ښي اړخي سخت دريځي «ملي تجمع ګوند» مشرې مارين لوبان يوه قانوني طرحه چمتو کړې، چې نوم يې «د اسلامپالو ضد جګړه او په فرانسه کې د اسلامي ايډيالوجي خطر» دی او دا ګوند هوډ لري، چې راتلونکي وخت کې په دې اړه په ټول هېواد کې کمپاین پيل کړي.

که د فرانسې حکومت دا قراداد ومني، د اسلامي افکارو اړوند خپرونې، په عامه ځايونو کې د حجاب کول او اسلامي جامې پلورل به ناقانونه وګرځول شي.

همدارنګه د دې قانون په رڼا کې به هغه خلک هم له دندو ګوښه شي، چې په پټه او ښکاره د اسلامي دعوت او افکارو د خپرولو لپاره کار کوي او په هېڅ ډول ټاکنو کې به نوماند کېدای نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

اللهم اکفنیهم بما شئت. آمین

الحاج استاذ بیانزی

راځۍ چه کفر او افراط تعریف او تشریح کړو. کفراسم مصدرحق پټونی نه او افراط د عتدال له خط تیریدنی ته وایی. کفار فاعل یا حق پټونکو ته او افراطیان له حده تیریدونکو ته وایی . دا پوښتنه چه کفار ولی حق پټونکی او افراطیان ولی له حده تیریدونکی دی؟ د دواړو ځواب یو او هغه د مظلوم بشریت استثمارول دی. هر ماشوم د اسلام په فطرت یعنی معصومیت لری حتی که د هغه مورو پلار عیسویان، یهودان، بودایان ، کمونستان، سکولریستان او نور اتیستان وی. وروسته د مور وپلار او محیط د اثراتو لاندی د یهودی زوی یهودی، د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x