ورزش

چارواکي: کرکټ بورډ له لوبډلمشرۍ د اصغر افغان لرې کولو تصميم نېولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د کرکټ يو شمېر مبصرين او چارواکي د کرکټ بورډ څخه د ځينو سرچينو په حواله ليکي چې ډير ژر به د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه کړل شي.

د کرکټ بورډ پخواني عمومي رئیس عزيزالله فضلي پر خپله فيسبوکپاڼه د کرکټ بورډ د داخلي چارواکو له خولې ليکي چې کرکټ بورډ د لوبډلمشر د بدلولو لپاره تصميم نېولی دی چې ډير ژر به پريکړه وشي.

ښاغلی فضلي زياتوي، د کرکټ د نوي پلان له مخې حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران او رحمان الله ګربز نوي انتخابونه دي.

دغه راز د کرکټ بورډ پخوانی چارواکی او مبصر ابراهيم مومند او په سپوږمۍ راديو کې د کرکټ پښتو ژبې مبصر بادام احمدزي هم پر خپلو فيسبوکپاڼو ياد خبر ورکړی دی.

د کرکټ ملي لوبډلې په دريواړه فارميټونو کې تر دې مهاله اصغر افغان لوبډلمشري کوي، چې د مينوالو په وينا نوموړی له خپلې دندې ناوړه استفاده کوي او نوي لوبغاړو ته فرصت نه ورکوي چې دده له کبله نوي استعدادونه ضايع کيږي.

بايد وويل شي چې اصغر افغان په تېره نږدې کې د شل اوريزو تر ټولو غوره لوبډلمشر اعلان شو، چې په زياتو برياو يې ايم ايس دهوني وروسته پريښود او د نړۍ لومړی لوبډلمشر شو چې د لوبډلمشر په حيث يې زياتې برياوې خپلې کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx