نظــر

د طالب رفتار او ګفتار يو ډول دی

احمد منصور

په نړۍ کې د  اکثره نظامونو په رفتار او ګفتار يا په بله  اصطلاح څرګندونو او عمل کې يې خورا زيات توپير يا تضاد وي څه چې وايي هغه ډول خو نه کوي د هغه تضاد اعمال آنجاموي همدا لامل دی چې د ولسونو هم زيات باور پرې نه وي مجبوراً د تپل شوو نظامو اطاعت کوي او د ځمکې په سر له هغو چې رفتار او ګفتار يې يو ډول وي طالب ده او دا هغه حقيقت ده چې دوست او دښمن يې پرې معترف ده.

طالب د امريکايي اشغال پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړه چې خپل ګفتار يې عملي کړ له شل کلن مقاومت روسته يې هغه امريکا چې يو وخت طالب د ژوند تيرولو جوګه نه باله او نه يې دا حق ورکاوه چې په آرامه ووسيږي مذاکراتو کولو ته يې اړ کړه د مذاکراتو په  څه کمو زيات يو کلن جريان کې امريکا هڅه وکړه چې طالب له دې دريځ را وګرزوي چې امريکا او متحدين به يې ټول سرتيري وسايل او سايط باسي امريکا غوښتل چې څه سرتيري دلته پرېږدي خو طالبان تر پايه په خپل دريځ ودرېدل بلا اخره امريکا هم اړ شوه چې يو تړون ورسره د نړۍ والو په حضور کې ورسره لاسليک کړي.

توافقنامه کې د دواړو لوريو ژمنه وشوه چې په يو بل  به بريد نه کوي امريکا/متحدين به يې تر معينې وقت خپل ټول پرسونل باسي طالب په دې يو کال کې هېڅ داسې عمل تر سره نه کړ چې د تړون د نقض لامل وبلل شي ځکه په تړون کې ژمنه سره شوې وه خو امريکايي لوري په مکررً يې تخطۍ او سرغړونې وکړې طالبانو به کوښښ کاوه چې دوي تړون ته متوجې کړي او تړون ته د ژمتيا يادونه به يې ورته  کوله.

خو امريکا خپل منافقت نه پرېښود څو اونۍ دمخه يې په ځينو سيمو کې طالبان او ملکي وګړي په نښه کړه طالبانو اخطار ورکړ که بيا له تړون څخه سر غړونه مو وکړه مونږ به هم په ورته عمل لاس پورې کړو خو امريکايي لوري د طالب اخطار بابيزه وباله څو ورځې دمخه  يې خپل روزل شوي وحشي ضربتيان يې د خوست صبريو اولس د وژلو په موخه پياده کړل او خپله د الوتکو په ملتيا يې مرسته کوله چې لسګونه عام وګړي ښځې، ماشومان ځوانان او بوډګان يې په شهادت ورسول ورته عمل يې په عين وخت کندهار کې هم آنجام کړ د دوي  دا وحشتونه نور نه طالبانو او نه عام اولس ته د زغملو وه.

له همدې امله که له يو لوري د ولس غوښتنه وه چې بايد له اشغالګرو او مزدورانو يې د شوو وحشتو غچ واخيستلی شي له بل لور طالب هم لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه چې طالبان د ګفتار او رفتار خلک دي نو خپل اخطار ته د عمل جامه د ور اغوستلو او امريکايي لور ته دې پيغام ورکولو په موخه  چې د تړون څخه سرغړونې مه کوئ او تر ټاکلي وخت خپل پرسونل وباسۍ پرون د چهارشنبې په ورځ يې د خوست مرکز کې په هغه بيس مزايلې ور وتوغولې چې د خوست د وحشت پلان پکې طرحه شوی.

ځينو دا له تړون د طالب سر غړونه وبلله حقيقت دا نه دی طالب د خپلو هېواد والو او د خپلو هغو مجاهدينو غچ واخيست چې په تير يو کال کې د امريکا له لوري شهيدان شوي طالب يو ځل بيا نړۍ ته وښوده چې مونږ څه وايو په عمل کې يې هماغه ډول آنجاموو مونږ لپاره تر هر څه آزادي او اسلامي نظام نفاذ مهم ده طالبانو په خپل دې غبرګون سره وښوده چې د ګفتار او رفتار خلک يو او د صبر امتحانونه ترې اخيستل به يې اخيستونکو ته زيانونه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x