افغانستان

بلخ او تخار کې چاودنو تر شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ او د تخار ولایت په مرکز کې چاودنو درې تنه وژلي او تر شلو پورې نور کسان ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قومنداني وایي، ددې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې په یوه لاسي ګاډۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي‌ او شپاړلس نور ټپيان دي.

د قومندانۍ د ویاند په خبره، په ټپيانو کې درې تنه دولتي عسکر هم شامل دي.

ورته مهال د تخار ولایت په مرکز «تالقان»‌ ښار کې ددې ولایت د علماوو د شورا د رییس پر موټر د مقناطیسي‌ ماین چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تخار امنیه قومنداني وايي، نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د علماوو شورا د رییس «عبدالصمد محمدي»‌ پر موټر د مقناطیسي‌ ماین د چاودنې له امله نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx