افغانستان

د تخار د علماوو د شورا د رئیس ترور، طالبان یې د کابل د «استخباراتي» شبکې کار بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): په تخار کې د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي ترور ته په غبرګون کې طالبانو ویلي، دا ډول کړنې د کابل «استخباراتي» شبکه ترسره کوي.

تردې وړاندې د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر خبر ورکړی ؤ، چې مولوي عبدالصمد محمدي نن سهار په تالقانو ښار کې هغه مهال «شهید» شوی کله چې د نوموړي د سپرلۍ په موټر د «مقناطیسي» ماین چاودنه وشوه.

په چاودنه کې د مولوي محمدي ترڅنګ درې تنه نور ټپیان شوي هم دي.

که څه هم نوموړي ددې چاودنې په هکله د څیړنو پیلولو خبر ورکړی؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د مولوي عبدالصمد«شهادت» د کابل حکومت د استخباراتي شبکې کار بللی دی.

ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې داسې ویلي: «د تخار مرکز تالقانو کې د يو تن ديني عالم مولوي عبدالصمد وژل کیدل، د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري، بلکې دا ډول اعمال د کابل ادارې د استخباراتي شبکې شومې کړنې دي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت استخباراتي شبکه د دیني عالمانو، ښوونکو، قومي مشرانو او د سولې د فعالانو په ترور او بندي کولو تورنه کیږي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو او ولایاتو کې دیني عالمان، ښوونکي، قومي مشران او د سولې فعالان په مرموزو بریدونو او مقناطیسي چاودنو کې هدف ګرځېدلي او یاهم د ملي امنیت لخوا نیول شوي او ځینې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړل شوي دي.

باید وویل شي چې د تخار د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي هم هم د لویو غونډو او عامو مناسباتو له لارې د کابل حکومت سولې او اسلام ضد دریځونو باندې کلکې نیوکې کولې او په هېواد کې یې د یوې داسې سرتاسري سولې غوښتنه کوله چې د اسلامي نظام په نافذولو سره د ولس سر او مال خوندي کړل شي.

نوموړي په ټینګار سره ویل، ترڅو چې په افغانستان کې د الله په ځمکه د الله قانون پلی نه شي تر هغو به هېواد کې امن او سوکالي رانه شي.

کابو دوه میاشتې وړاندې د تخار ولایت یو بل دیني عالم، د سولې فعال او د جمعیت اسلامي د مرکزي شورا مشر استاد محمدعاطف هم په کابل ښار کې د مقناطیسي چاودنې پایله کې «شهید» کړل شو، چې پړه یې د کابل حکومت په «استخباراتي» او سولې ضد کړیو واچول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

یا منتقم

جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
حكمتيار صاحب ويلى وو چى كه يو بل شخص ووژل شو، د دولتى قاتلانو نوم افشاء كوي. نو اوس خو كه څه هم د عالَم په اندازه نور خرابى وشو، بايد چى دا قاتلين چى هغه پيژني، افشاء وكى، چى كه نن خوندي پاتى شيوي دي، سبا به د الله په زور خوندي پاتى نه شي. الله اكبر و توكل عليه

طوطی

د هر چا کار چی وی خو د ملایانو ورکه راغلی. طالبان یی هم وژنی او حکومت یی هم.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x