افغانستان

هلمند کې یوې بلک هاک چورلکې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي په هلمند ولایت کې د یوې بلک هاک چورلکې د سقوط خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت هم تایید کړې، چې نن ماښام اووه نیمې بجې د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ دولتي ځواکونو پورې اړوند یوې بلک هاک چورلکې سقوط کړی دی.

که څه هم دفاع وزارت د چورلکې نسکورېدل د تخنیکي مشکلاتو له کبله ګڼي او زیاتوي چې په دغه پېښه کې چاته زیان اووښتی نه دی؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د میوند قول اردو ویاند ولي حیران وايي، په دغه پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي او چورلکه هم ویجاړه شوې ده.

د هلمند ناوې ولسوالۍ پوځي افسر ولي محمد چې د چورلکې سقوط پېښه کې وژل شوی
د هلمند ناوې ولسوالۍ پوځي افسر ولي محمد چې د چورلکې سقوط پېښه کې وژل شوی

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چورلکې نسکورېدو پېښه کې درې تنه عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، چې په وژل شوو کې د ناوې ولسوالۍ افسر ولي محمد هم شامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx