افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالب او امریکايي استازو تر منځ لیدنه کې د دوحې توافقنامې پر عملي کېدو ټینګار شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، ددې دفتر رییس او د طالبانو سیاسي مرستیال «ملا برادر  اخند» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره کتلي او د دوحې توافقنامې پر عملي کېدو او پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو په وتلو یې ټینګار کړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه ناسته تېره شپه شوې او  په مهال یې دواړو لورو د دوحې توافقنامې د ټولو مادو پر عملي کېدو او یادې  توافقنامې ته په ژمن پاتې کېدو خبرې وکړې او تر څنګ یې پر ټاکلې نېټه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار هم وشو؛ ځکه د نعیم په خبره «همدا د هيواد د ستونزو د هواري په لور اساسي ګام دی.»

د ډاکټر نعیم په خبره، په دې لیدنه کې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو هم بحث وشو.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د دوحې توافقنامې په اساس له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه رالنډه شوې.

که څه هم د یاد توافق په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د می میاشتې تر پيلېدو له افغانستانه ووځي؛ خو امریکايي لوری وايي، په ياده نېټه وتل ستونزمن دي، خو امریکایي عسکر به اوږده موده په افغانستان کې پاتې نشي.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی، که امریکایي او ناټو عسکر په ټاکلي وخت افغانستان پرېنږدي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي، چې ددوی له قوله، د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx