دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«شپاړلسمه برخه»

اسدالله رزین

له انسان سره به د محمدي محبت فلسفه تر پایه د تاریخ ژبه وي.امت به یې د هرې زمانې د دجالانو ،فرعونیانو او ابوجهلانو د لار ورکونکو(ګمراهي)دسیسو په دام کې نه تپیږي او د شیطان د انساني ځواکونو او پوځونو زورزیاتي، بربریت، ډبر زړه توب او خرمستي ته به غاړه نه ږدي.

د مکر او غولونې په چالو کې به یې نه راځي او تیارسئ به وي او که اړینه شوه، نو بیا به بې ځنډه د محمدي(ص)مبارک سیرت په بڼه کې د یو عبادت په نیت ډګر ته راوځي او دښمن به ان شاءالله په حتمي ماته او تېښته میدان پرې ښودو ته اړ باسي.

که د محمدي مبارک سیرت د فتحو په ګلستان کې وګرځو خامخا به همدغسې بریاوې او ویاړنې په پریمانۍ پکې ووینو.
د سیرت په توره ټپي دښمن چې نګوښي، مغزو یې ډیر سخت ټکر خوړلی، د تیښتې لوری ترې ورک دي.
د فناه ټولې دروازې پرې تړلې، خو ظاهرا داسې ښکاري لکه چې په ډګر کې وي. دا ځکه چې هر لوري ته په ځمکه او فضا کې د سیرت دښمن ماتونکې څپې په زور او شور سره خپریږي او د تکبیر ازانګې یې په بر او بحر، غر او سمه کې د تصرف ځنګوړي شرنګوي او حتی پخپله د دښمن کور هم د یادو آسماني ازانګو د رحمت په غیږ کې د آزادۍ او سکون د خوښۍ شېبې لمانځي، نو د دوی، خو به خود د ورپیښو، رواني او نفسیاتي ستونزو له کبله یوڅه له خولې را باسي او په لاسو به یې کوي او د نبوت او وحیې په سپکاوي به لګیا وي.

د تقدس، عظمت او مقبولیت د بیان د مرکزونو په لاره کې به یې ډول ډول کړکیچونه او ستونزې را ولاړوي او وړ وړ نومونه به ورته تراشي. کاریکاتورونه به را باسي، فلمونه به جوړوي او کله کله چې یې ناروغي د جنون تر پولو ښه واوړي، نو بیا به د(جونز) په لاس د سپینې ماڼۍ له مخې د قرآنکریم د سوځولو ننداره هم کوي.
خپل ټول عصري وسائل به کاروي او هر چا ته به یی رسوي او په یاده باره کې کار ترې اخلې او له وحیې او نبي د انکار ډنډورې به وهي او خپلو غیر اخلاقي او غیر انساني موخو ته به ځان رسوي او له انسانیت سره به د پوره ناوسۍ په بڼه کې د خامخا نامرادي او ناکامي دښمني اعلان کوي، خو لکه چې پخوا یې پایله د وحیې او نبي په ګټه وه اوس به بیا هم بې له شک او شبهې نه هم هغسې وي.

دا د زاړه جهل او کفر تکرار او د هغه غالب حق په حقه او بریالۍ مبارزه ده. هر نبي او امت یې همدغسې ځوریدلی، ستړی سوی او کامیاب سوی و. خبره له نن نه ډیره زړه ده یواځې حالاتو او شونتیاوو فرق کړی دی، داسې معلومیږي چې سیرت ټول ښورولي او دې ته یې را بللي دي چې په پټو سترګو څه شی مه منئ. په ښکاره جل او بل یې مه غولیږئ، د عقل له رڼا کار واخلئ، عقل ډیره ښه هستي او عطاء ده، چې انسان ته ورکړه سوې ده، خامخا یې درخپله کړئ، کار تری واخلئ. عقل ډیره ښه لکړه ده، ژوند پرې تکیه کیږي او له نسکورېدو یې را ګرځوي.

عقل د حقیقت کتنې چشمې دي او د قرآنکریم تلاوت او پرې پوهیدو ته دې رابولي. یاده کرکجنه او کرغېړنه کړنه د نړۍ ټول هوښیاران یواځې او یواځې یو خصمانه او له حسده ډکه کړنه ګڼي. هغه چې دوی به د قرآنکریم د نزول په مهال کې هم کوله او دا هم پرې ور ډیروي چې:
دغسې کول نو بلکل د مایوسۍ د انتها معنی لري او بس، ځکه چې:
د هیڅ ډول منطق او استدلال په سیمه کې نه راځي، خو امت باید هوښیار او بیدار او تل په سنګر کې وي. هغه به وحیه او نبي ترهر چا ښه پیژني، د هغه مخې ته به د وحیې او نبوت کارنامې او فیصلې پرتې وي، د هغه ژوند به د محمد رسول الله(ص)د پاک سیرت په پلوشو کې منور او تیر سوی وي.
د هغوی خولې به د قرآنکریم په درسو او د سیرت په خوږو خوږې وي، هغوی به انسان د سیرت په آینه کې لیدلی وي.

هغوی ته به د محمد رسول الله (ص)له انسان سره د رښتینې او بې فناه محبت لوی دفتر پروت وي، هغوی به محمد رسول الله(ص)یواځې او یواځې د انسانیت تلپاتې او ژوندۍ بیلګه ګڼي، هغوی به خامخا  تر محمدرسول الله(ص)ښه او په حقه ناصح او ښوونکی نه پیژني، هغوی به شفاعت ته اړتیا لري، خو بل شفیع به نه مني، هغوی به حتماً د خدای رضا د حصول آرمان د محمد رسول الله(ص)په نقش قدم کې لټوي، په محمد رسول الله (ص)به یې ایمان راوړی وي، د ایمان دا روښانه ډیوه به هر ځای او د هر جابر او طاغوت په کور کې لګوي.ترڅو چې په حجة الوداع کې ورسره سوې وعده رښتیا سي.

امتي صاحبه!
ته د نبوي سیرت په غیږ کې را لوی سوی یې. په هغه سپیڅلې جذبه او هغه وقار کې را ووځه، سنجیده را ووځه، مشتعل کیږه مه، ته موخن انسان یې. ګوره چې د غلیم به چال کې را نسي.
د دښمن خام آرمانونه پخیدو ته مه پریږده. ته سیرت ډیر ګوره. ځکه چې ته او ستا موخه دواړه په سرت کې یاستی.

امتي صاحبه!
ته ډېر بختور یې ځکه چې ته د ژوند د هرې شیبې بهترین وسائل لري، هر وخت، هر ځای او د هرڅه په باره کې ورته زړوره مراجعه کړای سئ، متبرک کوي دي، ډاډمن دې را باسي او د فتحې او نصرت په یقیني هوسونو دې غیږ در ډکوي او هغه بیا هم سیرت دي.

امتي صاحبه!
دې عظیم انسان دا عظیم پیغام د قرآنکریم په بڼه کې دې عظیم امت ته په کمال جان نثارۍ لکه چې په کار و او لکه هرڅوک چې پرې ویاړي ور ورساوه او د کفر او جهالت په لاسو ګډه او تباه سوې نړۍ یې بیرته له نوي سره ودانه او انسان ته یې د اوسیدو لپاره تیاره کړه.

قال البخاري: ان عائشه (ض) قالت: کله چې د رسول(ص)ناروغي شدیده سوه، نو له نورو امهات المؤمنینو یې اجازه واخيسته چې رسول الله(ص)به د ناروغۍ شپې زما کره تیرې کړي.

اخرج البزاز عن عبدالله ابن مسعود(ض)قال: کله چې د بیلتون شپې را نژدې سوې، نو موږ ټول د ام المؤمنین عائشة(رض) په کور کې چې رسول الله(ص) هم هلته تشریف درلود را ټول سو، کله چې د محمد(ص)مبارکې سترګې په موږ ولګیدې، نو د محمد(ص) په ښائستو سترګو کې ښائستو اوښکو ښائسته حلقې جوړې کړې او په ښائسته را توئیدو سره راتو سوې او په دغو ستونزمنو شېبو کې یې هم خپل د مینې اظهار و نه سپماوه او ویې فرمایل:
مرحبا بکم، وحیاکم الله، وحفظکم الله، آواکم الله،نصرکم الله، دفعکم الله، هداکم الله ،رزقکم الله، وفقکم الله، سلمکم الله، قبلکم الله، اوصیکم بتقوالله واوصی الله بکم واستخلفه علیکم انې لکم نذیر مبین، الا تعلوا علی الله في عباده وبلاده.

بیا یې وفرمایل: رښتیا چې اجل را نژدې سوی او زه به د خپل رب حضور ته ور ګرځم، نو موږ ورته وویل چې بیا به غسل څوک درکوي؟

ویې فرمایل زما نژدې اهل بیت.
موږ ورته وویل: چې کفن به د څه شي در کوو؟
ویې فرمایل: زما خپلې اغوستې جامې او که مو خوښه وه بیا د یمني یا مصري ټوکر کفن را کړئ.

موږ ورته وویل : چې لمونځ به څوک درکوي؟
موږ هم وژړل او دوی(صلی الله عليه وسلم)هم او ویې فرمایل:
کله چې غسل راکړئ او کفن را وا غوندئ او په کټ مې د قبر له غاړې کیږدئ، نو بیا یو څه وخت تاسې و وځئ او ما یواځې پریږدئ.

لومړنی څوک چې  ما ته لمونځ راکوي هغه به زما خلیل او د مجلس یار جبرائیل، بیا میکائیل، بیا اسرافیل، بیا ملک الموت او ټولې لښکرې یې، بیا ټولې ملایکې او بیا تاسې په نوبت راسئ او لمونځ اداء کړئ، په ژړلو مې مه ځوروئ او لمونځ دې هم زما اهل بیت پیل کړي او بیا تاسې.

موږ بیا ورته وویل چې په قبر کې به دې څوک ږدي؟
ویې فرمایل زما اهل بیت او ډېرې ملایکې.
محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د دوشنبې د سهار لمونځ چې اخري لمونځ یې و د ابوبکر صریق(ض) په امامت کې اداء کړ.                                                                        د محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د ټول عمر، ټولو ستونزمنو شیبو او د غار یار د دوشنبې د روځې په غرمه کې د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) کور ته ورغی او د محمد رسول الله(صلی الله عليه وسلم) له مبارکه مخه یې پرې ویړ حجاب پورته کړ او ویې فرمایل: انا لله و انا الیه راجعون. رسول الله (ص) وفات سوی دي.

صدیق اکبر (رض) د محمد(صلی الله عليه وسلم) د مبارک سر له لوري ورته را غی، د مبارک سر یی را پورته او سم یې کړ.                                                                                                         صدیق په هغه ټوله مینه چې له رسول الله(صلی الله عليه وسلم)سره یې لرله خپل دواړه لاسونه د هغوی(ص) په نازنینو ټیکو ور کیښودل او د آخرنۍ مینې د اظهال جذبه یې د هغوی(ص) د مبارک تندي په مچو کولو سره ښکاره کړه او د وا (نبیا) کلمه چې د ټولو مینو تر داستان لویه وه صدیق ترې صدقه کړه.

د ابوبکر(رض) مینه نه ماتیده، بیا یې د غمیدلي زړۀ په حکم ګامونه را واخيستل، د رسول الله(صلی الله عليه وسلم)مبارک سر یې را پورته او سم یې کړ او د(واصفیا) لویه ستاینه یې پخپلو اوښکو بدرګه کړه.

د ابوبکر صدیق، صادق، هوښیار، وفادار او د نبي په شان خبر زړه دریم ځل هم ورته را نژدې سو، د مبارک سر یې را پورته کړ، سم یې کړ او د (واخلیلا) په یادولو سره چې د خپلوۍ او دوستۍ تاج ده؛ کې یې خپل نغښتي احساسات ورته ډالۍ کړل او له محمد(صلی الله عليه وسلم) یې په تلو تلو کې خدای په اماني واخيسته او مسجد ته یې تشریف یو وړ.

د ځمکې په ټول مخ د نبي کریم (ص) په رحلت تر ابوبکر صدیق اغیزمن څوک نه و. هغه تل له رسول(صلی الله عليه وسلم) سره و، نو ځکه یې هغه تر هرچا ښه او ډیر پېژانده او خپل ټول عمر یې د هغوی په روزنه او ښوونه کې تیر کړی و.

د هغوی د سرښندنو ورځ تر بلې تازه او اوږدې لړۍ ته ټول یاران ګوته په غاښ و او دا چې محمد(صلی الله عليه وسلم) له اشنایۍ تر ورور ګلوۍ پورې غوره کړی و، پخپله له نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وروسته د ابوبکر د عظمت لوی او ښکاره دلیل دی.

ابوبکر(رض) له رحلته وروسته د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پیغام او آرمان پخپله نبي حساب کړ او په هر ګام اخيستو کې یې نبي په یاد و او هغوی(ص)ته په ورته ګام اخيستلو او عمل کې یې د نبي لویه ورځ لمانځله او د ځانګړو زده کړو په پایله کې چې په نبوي لویه مدرسه کې یې تر سره کړې وي د انسانیت له وس او واکه یې د نبوي لوستونو د هیر موقع واخستله او په هغسې ښوونه او روزنه کې یې وساتل لکه چې ساتل سوي وو.

د ابوبکر(رض) وفا په ځانګړي ډول سره له رحلته وروسته یواځې له محمد(ص) سره وفا نه بلکې له ټول انسانیت سره وفا ده، چې ان شاءالله د حساب تر روځې به پرې ښاد وي.
ابوبکر صدیق(رض) د نبي پیغام د نبي ژوند او د نبوت حقیقت وباله او د نبي د مقام اوچت والی یې هم د پیغام له مخه پیژاند، نو ځکه په ټول توان متوجه و چې د محمد(ص)پیغام او آرمان ته پوره پاملرنه وسي او له هر ډول چیچلو او لاس وهلو یې وساتي او حتی د رحلت تر ویر کولو یې هم د هغوی(صلی الله عليه وسلم)پیغام جار نه کړ او د ویر مراسم یې هم د پیغام په رڼا کې تر سره کول.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx