ادبي لیکني

سپین پکول _ لنډه کیسه

لیکوال: دادمحمد ناوک

د خونې په وره کې ورسره ودرید، سپن پکول يې په سر سم کړ، ويښتان يې د غوږو شاته واړول. دې په  خندا ورته وويل:
ـ د کاپر زویه نن خو سخت غوړ ښکارې.
په مخ يې د ناز څپېړه ورکړه:
ـ کوچ مه لګوه خو اچار دې غوښتي څه د ارګون بازار خو دې نه دی غوښتی. رابه يې وړم.
ـ نه زوی مړی نه شې، هسې نن خوږـ خوږ ښکارې.
په خندا يې ورته وویل:
ـ ته دعا کوه، له دې عید وروسته مې سخت خوندور کار پیدا کړی، بیا دې د سرو چارګل په ما.
ـ چارګل نه کوم، ته اوس اچار راوړه.
د خونې له وره يې ټېله کړ:
ـ لرې شه ادې به بیا نارې وهي.
په لاس يې چیچکه ورولګوله، دې د ناز چیغه وکړه، ده منډه کړه.
««»»
دکاندار ته يې په ورغوي ټک ورکړ:
ـ بچیه په روژه کې به له سګريټي سره په عذاب يې!
– نه ووړکیه! اولې روژې سختې وې اوس عادت شوم.
بې پامه يې وویل:
ـ رښتیا ارزانه سره به په څو وي؟
ـ ولې پلار دې زرګر و، که نیکه!
ـ نه بچيه! رانه غوښتي يې دي، سخت راباندې ګرانه ده.
دوکاندار په کړس کړس وخندل:
ـ په جېب کې ټنګه نه لرې، ور وړې سره زر، سم ورته ووايه چې د تره لورې زه د تجار زوی نه یم.
دی مسکی شو. سپین پکول يې له تندې په څټ کې کړ:
ـ نه یار، له عیده وروسته مې ډېرښکلی کار پیدا کړی، چې څنګه روژه….
زورورې چاودنې يې غږ ورک کړ. سپین پکول په وینو لوند و، اور يې نه و اخسیتی لوګی ترې پورته کېده.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x