افغانستان

کمانډو عسکرو په کندهار کې یو دیني عالم له سختو شکنجو وروسته «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې کمانډو عسکرو یو دیني عالم له سختو شکنجو وروسته په «شهادت» رسولی دی.

ځايي خلک وايي، دیني عالم ملا یارمحمد چې په ملا آغا سره یې شهرت لرلو، د ارغنداب ولسوالۍ «جوی لاهور» اورسېدونکی ؤ، کابو یوه میاشت مخکې د صفر درې قطعې لخوا په توره شپه کې له خپل کوره د بندي په توګه بوولی ؤ.

له زیاتو پلټنو وروسته د نوموړي «شکنجه» شوی جسد په داسې حال کې چې د بدن ځینې اندامونه یې «حیواناتو» خوړلي وو، د «ملا نقیب کلا» ته څېرمه وموندل شو او د خلکو په مرسته یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د خلکو په خبره دغه دیني عالم یو بې «ازاره» او «خیرخواه» کس ؤ، چې له هیچا سره یې بد نه ؤ کړي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دغه دیني عالم په داسې مهال د کمانډو عسکرو لخوا په «شهادت» رسول کیږي، چې روانه اونۍ د هېواد په څو ولایاتو کې د یادو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو چاپې او بمبارونه زیات کړي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx