افغانستان

هرات: شینډنډ کې د ملي امنیت په مرکز  او قومندانۍ شدیده جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت په مرکز او امنیه قومندانۍ پر ودانیو له درنو چاودنو وروسته شدیده جګړه روانه ده.

یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو لومړی د شینډنډ ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت په ریاست د موټربم غبرګې چاودنې کړي، ورپسې یادو مرکزونو ته ور ننوتلي او هلته یې سخته جګړه پیل کړې ده.

د هرات ځايي چارواکي هم دا پېښه مني او زیاتوي چې سیمې ته هوايي ځواک او مرستندویه عسکر هم استول شوي، ترڅو د طالبانو پر وړاندې د کلابندو او تر برید لاندې راغلو عسکرو مرسته وکړي.

ویل کیږي چې طالب برید کوونکي په سپکو او درنو وسلو او لیزري ټوپکونو هم سمبال دي او جګړه په شدت سره روانه ده.

نور جزیات وروسته….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

خالق لایزال دی حافظ او ناصر شی، مبارکه روژه راروانه ده او دوی په دغه مبارک میاشت کی د الله ج د رضا دپاره د الله ج دشمنانو ته سزا ورکوی او ځانونه قربانی کوی الله ج دی هم په ژوند خپلو موخو ته ورسوی او که د شهادت مقام تر لاسه کړی الله ج دی ورله د شهادت مقام قبول کړی او کورنیو او مجاهدینو ته دی د هغوی غیرحاضری نه محسوسوی. د رشتونو شهداوو ارمان همدا چه پرله پسی په شهادت ورسیږی پرله پسی شهادت ورته له ګرمو مورچلو بل ځای نه ترلاسه کیږی نو همدغه شهیدان به… نور لوستل »

طوطی

حتمآ هلته امریکایان یا انګلیسان وی چی جګړه پری روانه ده.

ترين

افغانانو ژر ژر سره وخورئ، وخت مه ضایع کوی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx