خبرتیاوی او پیغامونه

وتلی دیني عالم الحاج مولوي غلام حبیب رحمه الله وفات شو

الحاج مولوي غلام حبیب رحمه الله د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د رسنې په سیمه کې زېږېدلی و چې په ۱۳۵۲ لمریز هلمند ته تللی وو او د کمونستانو د انقلاب په مهال د مجاهدینو په انسجام بوخت او هلمند کې یې د جهادي بهیر په تقویه کې د پام وړ خدمت تر سره کړ چې بیا هلته زنداني شو کله چې له زندان څخه آزاد شو نو په ۱۳۶۴ لمریز کال کې یې د ګاونډي هیواد د پاکستان کوټې ښار ته هجرت وکړ.

مرحوم مولوي صاحب د نور المدارس له ستري دیني مدرسې فارغ وو او د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله سره یې بیعت کړی وو.

نوموړي د خپل ژوند ۴۷ کلونه د دیني علومو په تدریس او د طالبانو په روزنه کې بوخت تېر کړل ، د اسلامي امارت د ګڼو مسؤلینو د دیني علومو استاد پاته شوی چې اکثر وخت به یې له نوموړي څخه د دعاوو غوښتنه کوله.

بالاخره تېره شپه په داسي حال کې چې هیڅ د پام وړ مریضي یې نه لرله له ویده کېدلو لږ وروسته ستړی روح د ۷۹ کلونو په عمر خپل اصلي څښتن ته وسپاره.

د نوموړي ورور جهادي قومندان حاجي صدیقي صاحب وایي چې د مرحوم مولوي صاحب عادت داسي جوړ وو چې په خپل ژوند کې یې هیڅ چاته هم تکلیف نه ورکولو، ځکه یې مرګ هم ډېر آسانه وو.

د نوموړي د کورنۍ په وینا چې جنازه به یې نن د پنجشبې په ورځ د اپریل په لومړۍ نیټه ماسپښين په ۳ بجې د کوټې ښار مغربي بایي پاس د خروټ آباد په هدیره کې ادا کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx