افغانستان

دولتي عسکرو په فاریاب کې یو ملکي کس «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت په جمعه بازار ولسوالۍ کې د دولتی عسکرو لخوا د هاوان توپونو ویشتلو په وسیله یو ملکي کس «شهید» کړل شوی دی.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکرو پرون ماسپښين د جمعه بازار ولسوالۍ په بازار د هاوانونو «ړانده» بریدونه کړي، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اووښتي دي.

د خلکو په خبره د مالي زیانونو ترڅنګ په بازار کې یو ولسي کس «شهید» شوی او یو بل ټپي دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د عامو خلکو په کورونو او کروندو توپونه او هاوانونه ولي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو لخوا په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ستر مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx