نړۍ

د پاکستاني کشمیر (ازاد کشمیر) دستري محکمی پرریس باندي ډزي وشوي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۵) دپاکستاني کشمیر (ازاد کشمیر) په پلازمینه مظفراباد ښارکی نن له غرمی څخه وروسته نامالومو وسلوالو کسانو دکشمیر دستري محکمي پرریس غلام مصطفی مغل باندی ډزي وکړي او نوموړی یی ژوبل کړ.

دپیښي له ځایه څخه امنیتی کسانو خبرورکړی دي چی ښاغلي غلام مصطفی په ښار کی یوه پارک سره ځیرمه قدم واهه چی نامالومو وسلوالو ورباندی ډزی وکړي او ژوبل یی کړ، چی وروسته په ښارکی ویوه عسکري روغتون ته وړل شوی دي،

دروغتون ډاکټران وایی دنموړی په خیټي کی په مرمی لګیدلي دي خو روغتیایی حالت یی داندیښني وړنه دي.

کشمیر چی دپاکستان او هندوستان ترمنځ پراخه سیمه ده، اودواړه هیوادونه پاکستان او هندوستان  دټول کشمیر دملکیت دعوه لري، اوکله کله ددواړو هیوادونو دعسکرو ترمنځ دکشمیر دلانجي پرسر باندی نښتي هم رامنځ ته کیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x