افغانستان

سرچینې په جلریز ولسوالۍ کې د ۲۲ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ د طالبانو پرضد عملیاتي قوې سره د نښتو پرمهال د ۲۲ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې تیره شپه د بامیانو له طرف څخه راغلې قوه د جلریز ولسوالۍ په «سه قلعه» سیمه کې د طالبانو د لیزري قطعې تر بریدونو لاندې راغلې ده.

د سرچینې په خبره په دغو بریدونو کې د کمانډو عسکرو ۳ ټانګونه په درنو وسلو او د ماینونو په چاودنو کې ویجاړ شوي، لږ تر لږه ۱۲ کمانډو عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

دا هغه ویډیو ده چې د سیمې یو اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته رالیږلې ده.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د جلریز ولسوالۍ په «تکانې» سیمه کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قوې بریدونو کې د ۱۰ کمانډو عسکرو د وژلو او ۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ددفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان دوه ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی ؤ؛ خو کمانډو عسکرو ته یې د وروستیو تلفاتو په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

دولتي عسکر له تیرو څو ورځو راهیسې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هزاره توکمه قومندان عليپور د ملیشو پرضد د عملیاتو په موخه هلته تللي وو؛ خو پرته له دې چې عليپور ووژني او یاهم ونیسي په بهسودو ولسوالۍ کې د خوراکي توکو له ویشلو وروسته یې په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد نوي عملیات پیل کړل.

د جلریزو ولسوالۍ قومي مشران د کابل حکومت چارواکو له دغو اقداماتو څخه د نیوکې په ترڅ کې وايي، چې د کمانډو عسکرو الوتکه علیپور وویشتله او پیلوټان یې له کمانډو عسکرو سره یوځای ووژل؛ خو د دولت ددې پرځای چې علیپور ته سزا ورکړي، په جلریز ولسوالۍ کې عملیات اعلانوي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم څو ځله دولتي عسکرو هڅه کړې، چې د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالي تر خپل کنترول لاندې راولي؛ خو د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې هم د کمانډو عسکرو ۷۰ موټریز کاروان د جلریز ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو تر محاصرې لاندې راغلی ؤ، چې په ترڅ کې ګڼ عسکر مړه او ژوبل او د مانډو عسکرو عملیاتي قوه بېرته کابل ته ستنه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

طوطی خانه

راشه که یې ګزوې!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx