لیکنېنظــر

د اشغالګرو له وتلو پرته هيڅ غونډه ستونزه نشي حل کولی!

عبدالمالک همت

داسي ښکاري چي د امريکې او ناټو غړو هيوادونو طاغيان د می د مياشتي تر لومړۍ پوري له ګران افغانستان څخه د اشغالګرو پوځونو د وتلو يا نه وتلو په اړه د مبهمو او ګونګو خبرو په کولو سره د امريکې او طالبانو د ۲۰۲۰م. کال د فبروري مياشتې د ۲۹مي نيټې د توافقنامې ماتولو ته ځان جوړوي. نو د اشغالګرو له دغو څرګندونو څخه بايد پوه سو چي دوی د می ترمياشتي زموږ له هيواد څخه خپل ناروا نیواک ته د پای ټکی نه ږدي او تر نامعلومي نېټې پوري زموږ پر ګران هيواد خېټه اچول غواړي. ځکه نو نور بايد په دې فکر ونه اوسو چي ګوندي د دغسي خبرو کوونکي اشغالګران به د توافق سره سم زموږ له هيواده پښې سپکي کړي.

د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته هم جوته سوې ده، چي نيواکګر زموږ له هيواد څخه په سمه نه وزي. ځکه يې نو د روان کال د وري مياشتي په ۶مه د يوې اخطار ډوله اعلاميې په خپرولو سره نړيوال کفر ته په ډاګه کړه چي چټي فکرونه له سره وباسئ او ورته په ډاګه يې کړه چي:

” که خدای مه کړه، د دوحې له تړون سره سم ټول بهرني ځواکونه په معین وخت له افغانستان څخه ونه وځې، بې له شکه چې دا به د امریکايي جهت له خوا د توافقنامې نقض وي چې مسئولیت يې ورته راجع کیږي او په نړیواله سطحه یې حیثیت ته هم صدمه واردوي. په هغه صورت کې به اسلامي امارت د افغان مسلمان، میړني او مجاهد ملت په استازولۍ اړ وي چې د خپل دین او هیواد څخه دفاع وکړي، د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او مسلحې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي“.

ښه دا خو د طالبانو ډېر پرځای او معقول دريځ دی. د افغانستان خلک هم د يو څو مريي طبيعته ساکښانو پرته ټول تر بل هر څه دمخه له ګران هيواد څخه د دوی د دې ټولو بدمرغيو د علة العلل کوم چي دلته د وحشي اشغالګرو پوځونو شتون دی په غوڅه او ټوليزه توګه ايستل غواړي. رښتيا هم تر څو چي له دې هيواده دغه نابللي مېلمانه ونه وځي، زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهل بند نه کړي او هغه ژمني چي د تېر کال د فبروري د ۲۹مي نيټې په تړون کي يې کړي دي ټکي په تکي عملي نه کړي، نه د مسکو غونډه، نه د تاجکستان او نه هم د ترکيې غونډي د افغانانو په درد خوري، بلکي دا غونډي ټولي د افغانانو په مقابل کي د نړي وال استکبار د اجماع او د هغو د شومو دريځونو د لا يو کولو او سره نژدې کولو په ګټه دي. د دې هيواد ۳۵ مليونه افغانان له دغسي غونډو څخه هيڅ لاس ته نه سي راوړلای، بلکي اشغالګران او نړي وال استکبار له دغسي غونډو څخه خپلي شومي ګټي او موخي په لاس راوړي، خپلو لاسوهنو ته زموږ په هيواد کي يو ډول مشروعيت او رسميت بخښي او تر ټولو بده يې لا دا چي په کابل کي خپلو مهروته پرواک باندي د پاته کېدلو لاري چاري برابروي.

هو، که داسي وسي چي طالبان هغه ادعاوي او هغه عادات پرېږدي چي د اشغالګرو او مستکبرينو تبر ته د دوی پر ضد لاستۍ ورکوي او د اوس لپاره د اسلامي امارت تر نامه تېر سي او هر کله او په هر ځای کي، په تېره د ترکيې په غونډه کي د افغان ولس له اصيلو، رښتينو او بادردو مخورو څخه څو شخصيتونه د ځانونو سره ملګري کړي او د حکومت جوړولو او د دوحې د خبرو پر ځای تر هر څه دمخه د دوحي د تړون سره سم د اشغالګرو پوځونو د وتلو ږغ پورته کړي، دا به د تاوان پر ځای ګټه ولري. ځکه څنګه چي روس، چين، ايران، پاکستان او نور له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو له هر څه ژر وتلو سره علاقه لري، هرو مرو به په ګډه د طالبانو د دغي داعيې سره همږغي وښيي او که احياناً امريکا د پوځونو له وتلو سره توافق ونه ښيي ټول به يې ملامت کړي او طالبانو ته به د ملامتۍ د ګوتي د نيولو پلمه هيچا ته په لاس ورنه سي.

خلاصه داچي نوري خبري اوس په درد نه خوري، اوس بايد د اشغال د خاتمې او د دوحې د تړون د تطبيق ږغ اوچت سي او چي دا کار وسو بیا دي نوري خبري تر سره سي.

والسلام

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دګلبدين ترتسلېميددمخه لااشغالګروتل خو اشرفغني يوداسي اميد اشغالګروته ورکۍچه ګلبدين داسلا مپا لوهغه رهبردۍ چه روس ته يي شکست ورکۍ اشغال ګريي لکه ګيدړه په لکۍ خطا يستل بيرته داشغال اميد پېداکۍ ماپه وارو وارو ورته وليکل امريکا اوکفا ر دخبرو پابندي نکوى جهادته ا دامه ورکۍ کفارمات دى وزى خودوى دچادانه اورى ،دبن کنفرانس فيصله اوعمل يي ددوى تجربه نسواوس هم بيله جهاده نه وزى کنفرانسوته ضرورت نسته آياملحدين ددوى شوراتسليموي اوکه دى ملحدحکومت ته بياحکومت ورکوى،په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx