افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیه د افغان سولې په تړاو د هند د اندېښنو لیري کولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په موخه د نړیوالو هڅې چټکې شوي‌ دي؛ هندي رسنۍ وایي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړی استازی هند ته د خپل سفر په مهال د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم بحثونه کوي او د هند د اندېښنو د لیري‌ کولو هڅه به وکړي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور‌ په حواله، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي‌ لاوروف»‌ او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» ښايي راتلونکې اوونۍ هند ته ولاړ شي‌ او هلته د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره وګوري.

روسي چارواکي به هند ته د خپل سفر په مهال د افغان سولې په تړاو د هند د اندېښنو د لیري کولو هڅه وکړي‌ او ضمیر کابلوف به په مسکو کې د افغان سولې په تړاو رابلل شوې ناستې جزئیات او د افغان سولې په برخه کې شوي تازه پرمختګونه له هندي چارواکو سره شریک کړي.

روسیه داسې مهال د افغان سولې په تړاو د هند د اندېښنو د لیري کولو په هڅه کې ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه را لنډه شوې او ورسره جوخت د سولې لپاره کېدونکې هڅې هم چټکې شوې دي.

راتلونکې میلادي میاشت ښایي، د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې‌ په تړاو ناسته راوبلل شي، چې د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ شاید د هند او روسیې په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه هم برخه پکې ولري.

هند تر دې وړاندې منلې وه، چې ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې برخه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx