افغانستان

ننګرهار کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوې ښځینه پولیسې د وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وايي، دا پېښه نن سهار نهه بجې د جلال آباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، له پېښې سره په تړاو یې دوه تنه نیولي؛ خو داچې دغه پولیسه ولې او د چا لخوا وژل شوې په هکله یې څه ویلي نه دي.

دا په تیرو درې ورځو کې درېیم برید دی چې په جلال آبادښار کې د ښځو پرضد ترسره کیږي، درې ورځې وړاندې په جلال آباد ښار کې د دوو جلا بریدونو په ترڅ کې ۴ واکیسناتورانې ووژل شوې.

د پولیسو او امنیتي ځواکونو په لیکو کې پراخ فساد ته په کتو عام افغانان دا نه خوښوي چې خپله خور، لور او میرمن د پولیسو لیکو ته ولیږي، ځکه زیاتره وخت د پولیسو ښځینه منسوبینې د هغوی د خپلوانو لخوا د قومي «ننګ» له کبله وژل کیږي.

دوه کاله وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې هم یوه ښځینه پولیسه د خپل خاوند له خوا له یو بل پولیس سره د «ناوړه» اړیکو په تور وژل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x