نړۍ

د طرابلس په هوايي ډګر راکټي برید ۹۰ سلنه الوتکې ویجاړې کړي

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۳): د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې چارواکي وايي چې په نړیوال هوايي ډګر باندې راکټي بریدونو ۹۰ سلنه الوتکې ویجاړې کړي.

د لیبیايي حکومت ویاند احمد الأمین وايي چې په برید کې په هوايي ډګر کې موجودې ۹۰ سلنه الوتکې تباه شوي.

چارواکي زیاتوي چې په راکټي بریدونو کې ۱ کس وژل شوی او ۱۲ الوتکې ویجاړې شوې.

احمد الأمین زیاتوي چې د دغو الوتکو جوړول میاشتو او سلګونو میلیونه روپيو ته اړتیا لري.

احمد امین وايي چې دوی د امنیت د تامین لپاره د نړیوال ځواکونو څخه د مرستو غوښتنې په اړه فکر کوي.

شننونکي د لیبیا په هوايي ډګر برید د بهرنیو ځواکونو د راتګ لپاره یوه توطیه بولي.

په ۲۰۱۱ز کال کې د لیبیا ولس د معمر القذافي حکومت په خلاف پاڅون وکړ او تر یو لړ سختو نښتو وروسته یې د معمر القذافي حکومت ړنګ او نوموړی يې وواژه.

لیبیا د تیلو څخه خورا غني هېواد دی او وروستي بریدونو  د نړیوالو زبرځواکونو لاسوهنه ګڼل کیږي، څو د لیبیا د نا امنۍ څخه سو استفاده وکړي او هلته خپلې ګټې خوندي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x