افغانستان

ننګرهار کې د دولتي عسکرو توپچي برید ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه «شهیدان» او ټپیان شوي دي.

دا پېښه تیره ورځ د حصارک ولسوالۍ په «ظریف خیلو، میز غونډې او ناور» سیمو باندې د دولتي عسکرو لخوا د هاوانونو ویشتلو له امله رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون ماسپښين د حصارک ولسوالۍ له مرکز څخه په شاوخوا کلیو د توپونو او هاوانو ډزې کړي، چې له امله یې ۲ میرمنې «شهیدانې» شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو له تیرو درې اونیو راهیسې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پيل کړي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ بې ځایه او زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx