افغانستان

حکمتیار: حکومت دې زموږ «مجاهدین»‌ په «عسکرو» کې شامل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د حزب اسلامي‌ ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، حکومت د سولې په توافقنامه کې په ورسره کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دده «مجاهدین» یې په حکومتي امنیتي‌ ځواکونو کې نه دي‌ شامل کړي.

حکمتیار په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال د حکومت خلاف د پراخو لاریونونو د پیلېدو خبر ورکړ؛‌ ځکه دده له قوله، حکومت د سولې په توافق کې ورسره کړې ژمنې نه دي‌ عملي کړې.

نوموړي‌ وویل، چې حکومت ورسره وعده کړې وه چې مجاهدین به یې په امنیتي‌ ځواکونو کې شاملوي؛ خو دده په خبره، زرګونه وسله وال مجاهدین یې شته چې تر دې دمه د دولتي‌ عسکرو په لیکو کې نه دي‌ منحل شوي.
د حکمتیار له قوله، سر له سبا د حکومت خلاف د حزب اسلامي‌ لاریونونه پيلېږي چې وسله وال کسان به هم پکې برخه اخلي «تر څو حکومت وپوهېږي، چې بې ځواکه نه یو.»

حکمتیار ددې تر څنګ د طالبانو او امریکا له توافقنامې سره سم د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ او حکومت یې تورن کړ، چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.

د نوموړي‌ په اند، که اوسني‌ چارواکي پر ولس واکمن وي، نو‌ ټولې ملي‌ شتمنۍ به چور کړي.
یاده دې وي، چې په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی، چې حزب اسلامي د حکومت خلاف لاریونونه پلانوي

.
تېره میاشت هم د حکمتیار پلویانو کابل کې لاریون کړی وو، او حکومت یې تورن کړی و چې له دوی سره کړې ژمنې یې نه دي‌ عملي کړې او ددوی بندیان یې لا هم په زندانونو کې ساتلي‌ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دې سړي بیا څه خوب لیدلی……؟

په هغو عسکرو کې شمول غواړي چې تمویل یې د ناټو په غاړه دی؟؟

یا غواړي د واک په تر لاسه کولو کې له طالبانو سبقت وکړي؟؟ ؟

یا هم له طالب سره د مسکو د ناستې په څنډو کې له مخکې هماهنګ شوې وړاندیز دی؟؟؟

دوکتور عبدالله

دا خو دې له جهاد او مبارزې سره لویه جفا ده چی د صلیبی یرغل له ملیشیا سره خپل کسان ور کډوې که وایی ددې څخه به خپل هدف تر لاسه کړم هیڅکه به يې تر لاسه نه کړی ځکه دا عمل د الولاء او براء د پولو نړول دي.

طوطی

غلط راپور مه خپروی. هغه وویل چی دولت مونږ سره وعده کړی وه چی د حزب مجاهدین به د امنیت په لیکو کی شامله وی خو هسی یی ونکړل. دولت په خپله وعده وفا ونکړه نو ځکه اوس لاریونونه کوی.

ګل احمد

په داغه کي یې خیر وو. انسان په خپل خیر او شر نه پوهیږي

Adam Khan

Hekmatyar Saib is Laghmani. He seems to be really smart

ګل احمد

یا ورونو تاسي د حکمتیار صاحب په ستراتیجي سره نه خلاصیږي. کله چي حکمتیار صاحب کابل ته ولاړی او ارګ یوه محدوده اندازه امتیازات ورکړل. حزب اسلامي د هغه اوښ په څیر سو چي سر یې په خیمه کي تود دی او پاته بدن یې اوس هم په یخني کي لړزیږي. دا چي اشرف غني او امرالله صالح د ملي اردو پښتانه ځوانان د طالبانو او ولس په لاس د وژلو پلانونه عملي کوي څوپه کابل، مرکزي او شمالي سیموکي تاجک، اوزبک، هزاره او شاړي ټوپکي ملېشې خپلو لوچګیو ته خلاص سي، حکمتیار صاحب ورته وایي چي دا زما د… نور لوستل »

احمد

غوربندی صاحب هماهنګی دې سړي له دوستم سره جوړه کړي وه چې بې نتیچې شوه بله هماهنګي نشته او نه به پیدا شي مطمن اوسه ،واک ته چې دخلقی تڼی په منهوسه اتلافی کودتا ونه رسید تر هغه راورسته بیا ممکن ځکه ندی چې په ټولنه کې یی خپل برم له لاسه ورکړی دی ، او په هغه عسکرو کې شمولیت چې ناټو یی اکمالوي دی دځان ننګ او عار ځکه نه ګڼي چې په ټول دور دتاریخ خپل کې د میړانه کار نامه نه لري که واقعی قضاوت څوک کوي ، پاتې شو خوب یی د ارګ نیول دي… نور لوستل »

ګل احمد

دا چي تر اوسه تر ارګه رسیدلي دي (ترکی، امین، کارمل، نجیب، رباني، مسعود، غني، دې ټولو سپېڅلي ارادې لرلې؟ د افغانستان پاچاهي خو څه پېغمبري نه ده چي دوږخي ته به نه رسیږي.

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب! امریکا او یا بل هر استعمار به دا حماقت کله هم نه کوی چه یو شخص ته څو میلونه ډالره د میاشتی د هغه یواځی د ساتنی او څارنی د پاره ورکوی او هغه کس دی د ګوداګی رژیم خلاف څه ووایی او یا څه وکړی، حتی دی له غرونو او جهادی صف نه دی راجلا شوی دی یی له باګرام نظامی هډی د دارلامان بنګلی ته او له تور لسته سپینه لست کی داخل کړو. امریکا هڅه لری چه د غنی په شان بی دینه حکومت کی وی مګر که غنی د بی دینی له امله د… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x