دیني، سیرت او تاریخنظــر

د اسلامي حکومت جوړولو طرحه«دوهمه برخه»

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامي نظام اصول او زمامداران:
دا د اسلامي حکومت جوړونې طرحه به ضرور کمی زیاتی لري،د معقولو دلایلو او معلوماتو په رالیږلو یې راسره بدرګه کړئ.

د اسلامي حکومت جوړښت

۱ ـــ الهي اصول:
د اسلامي نظام اصله بدنه الهي اصول او د اصولو تعمیلونکي زمامداران دي، اسلامي نظام هم په فرد او هم په ټولنیز ډول عملي کیږي، الهی اصول د پولیسو په شتون او نه شتون دواړو کې په انسان حاکمیت لري او زمامداران یې د ټولنې خادمان دي.

الف ـ د پولیسو په نه شتون کې اسلامي نظام:
هغه محکمه چې انسان ملامتوی وجدان دی د ایمان په زیادت د وجدان حاکمیت زیات، تر دې چې له هغه شخص خلیفه انسان جوړوي او که ایمان صفر کیږي هغه شخص د انسانیت له مدار د بشریت او بالاخره د حیوانیت او شیطانت مدار ته تنازل کوي له هغه انسانه شیطان یا دجال جوړیږي.

اسلامي نظام کې د پولیسو په شتون او نه شتون دواړو کې اسلامي نظام چلېږي مګر په انساني نظامو کې که پولیس وي جرم نشته او که نه وي  په لسګونه جرایم تر سره کیږي ( هغه هم که پولیس مصلح وي) له شلو سرغړونو وروسته پولیس ټکټ ورکوي، د هغو نورو سرغړونو تلفاتو او خساراتو ( چې پولیس پکی نه و ) جبران به څوک کوي؟ انساني نظامونو کې جرمونه صعود او اسلامي نظام کې جرمونه صفر او یا صفر ته تقرب کوي.

که یو کس سهوا سرغړونه هم کوي، وجدان یې قاضي ته په رښتیا ویلو مجبوروي، شاهد ته اړه نه لري، په خپله خطا خپله اعتراف کوي او د خپل جرم بیه خپله پرې کوي.
الله اکبر چې مرتکب د خطا هم مجرم، هم پولیس او هم قاضي جوړیږي، اسلامي نظام د مسلمان دننه وجداني محکمه دایروي او فیصله کوي.

ب : د پولیسو په شتون کې اسلامي نظام:
اسلامي نظام کې اصول د فرد او ټولنې په زړونو او مغزونو حکومت کوي، الهی اصول د رښتيني عدالت تضمین او حق حقدار ته رسوي، د الهي نظام دولت په رأس کې د مجتهدو علماوو عالي شوری قرار لري او ټول د الهي اصولو له مخې فیصلې کوي مګر انساني نظامو کې حاکمان هم حکومت، هم قانون جوړونګي او هم قانون پلې کوي، د قانوني زور د لرلو له امله هر څوک په هر پوست کې متناسبا هر ډول فساد کې ننوځي جرمونه او ګډوډي ورځ له بلې زیاتوالی کوي حریص انسانان په خپلو استثماري اصولو مظلوم ولسونه قانوني استثمار او غلاموي.

دوهم: اسلامي حکومت:
( الحکم الی الله ) د اصولو يواځينۍ مرجع خالق لایزال دی، هر هغه حکومت چې اساسي قوانین یې له قران او احادیثو سرچينه نیولې او د عادلو حکامو له خوا کما حقه عملي کیږي او د قوانینو تعمیلونکي یې د ولسونو خادمان وي ولسونه یې معاشونه تادیه کوي، هغه اسلامي حکومت یا اسلامي نظام دی، هر بل اسلامي نوم چې ولري پروا نه لري.

( الحکم الی الانسان ) د اصولو یواځنۍ مرجع یې ولسي استازي دي. دغه ډول حکومت ته جمهوریت[د خلکو حکومت، د خلکو له خوا په خلکو باندې] وایي، اساسي قانون یې له دموکراسۍ سرچينه نیسي، جمهوري حکومت کې رییس او وکیلان د رایو په اکثریت ټاکل کیږي، د ټاکلو د اهلیت لپاره یې کومې ځانګړې او معتبرې لایحې هم شتون نه لري، يواځني شرایط یې ۴۰ کلني، سواد او د هغه هیواد شهریت لرل دي، هر خس او خاشاک رئیس او وکیلان جوړیږي او د هر ډم او عالم رایې سره مساوي دي.

هغه ټاکل شوي وکیلان د رایو په اکثریت اساسي قانون جوړوي، د عدلیې قوه ورباندې فیصلې او اجرایوي قوه یې تعمیلوي.

د پورته تعریفو او معلوماتو له مخې له انسان خدای جوړیږي د ( الحکم الی الله ) په ځای ( الحکم الی الانسان ) قوانین تصویب او عملي کیږي نو په ډاګه ویلی شو چې اسلامي جمهوریت اسلامي کفر دی. اسلام کې کفر نشته نو د جمهوریت سره د اسلام ټکی یو ځای کول د اسلام د دښمنانو عمل دی.

دموکراسی د اسلام مخالف قطب کې قرار لري يعنې د اسلام حرام دموکراسۍ کې حلال او د اسلام حلال دموکراسۍ کې حرام دي.
شراب، زنا، همجنسبازي، نشه يي توکي او داسې نور اسلام کې حرام دي، دموکراسۍ کې حلال دي. همجنس بازي اسلام څه چې حیوانیت کې هم حرامه ده  مګر د  دموکراسۍ اساسي قانون کې قانونیت لري، د واده کولو سند او یو له بله  قانوني میراث ترلاسه کوي. له جمهوریت سره د اسلام یوځای کول د اور او اوبو یوځای کول او د مسلمانانو خطا ایستنه ده، یهودي استعمار لومړی د اسلامي نړۍ او عربی نړۍ سیاسي قدرت ترلاسه او سکولر غلامان یې پکې چارواکي کړل غرب زده چارواکو د یهودانو په امر رپیبلیک جمهوریت تعریف کړو رپبلیک يعنې الحکم الی الانسان غلامو سيکولرانو د جمهوریت سره د اسلام نوم یو ځای او په اسلامي نړۍ یې تحمیل کړو.

جمهوریت کې وکیلان قوانین جوړوي او د عدلیې او اجرایوي قوو لخوا عملي کیږي. د اساسي قانون په مټ بې عدالتي رامنځته او مظلوم ولسونه استثماروي. هغه حکومت چه اصول یې غیر الهي وي، جمهوریت دی.

د جمهوریت تعریف [خلکو حکومت، د خلکو لخوا د خلکو لپاره] د جمهوریت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره په اعلاناتو، کمپاین، د جلا جلا مستقلو کمیسونونو جوړولو، د ټاکنو په عمله او انتقالي صندوقونو او داسې نورو په میلونونو ډالر خرڅوي، د خلکو د رایو صندوقونه سیند ته لویږي او په ځای یې د جعلي رایو ډک صندقونه کارول کیږي او هغوی چې رای شماري ګټونکي او بایلونکي ټاکي، د دموکراسۍ علمبرداره امریکا په دې ټولو لاسوهنو، پلان ګذاري او سرمایه ګذاري کوي د کرزي او غني په شان غلامان په درغلیو بیا او بیا ټاکي او کله یې د بل غلام سره ګډه اداره جوړوي او نوم یې د افغانستان اسلامي جمهوریت یادوي، د اسلام څه چې د دموکراسۍ د تعریف په ضد عمل ترسره کوي.

که په درغلیو بریالی نه شی د عرب پسرلي په شان زړې مهرې په نوو بدلوي، که نه د مصر په شان  کودتا کوي او یا د عراق او افغانستان په شان هیوادونه اشغال او خپل غلامان پکې په درغلیو ټآکنو بیا او بیا ټاکي او استعماري او غلام هیوادونه یې په رسمیت پیژني، دې بلواکۍ ته د دموکراسۍ خپلواکي وایي امریکا د همدې درغلنو ټاکنو، کودتا ګانو او اشغالونو په مټ د ټولې نړۍ سیاسي قدرت ترلاسه کړی او غلامان یې پکې چارواکي کړي. دروغ، غلا او درغلي د دموکراسۍ هنر او تقوی ده.

نوربیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
24 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور عبدالله

بارک الله احسن و جزاک الله خیرا

طاهر ثابت

وروره د دنیایی امورو لپاره دنظام جوړولو په هکله چه داهل الحل والعقد سره تعلق لری هم څه ولیکی. مننه

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب ، بلکل ستاسی د خبری د تایید په اساس مو د اهل الحل و العقد په ځای مو د علماوو د مستقلی شوری یادونه کړی د دولت په راست کی به قرار لری او مهمو پلانو جوړولو او تصامیو نیولو مرجع به وی د مشرانو او لوی جرګه ځای به نیسی موږ بیا اړه نه لرو چه د لوی جرګی په نوم هر ډول خلک په رشوت راټول او څه چه مو زړه غواړی هغه پری تر سره کړو. دلوی جرګی څخه ناوړه ګټه اخستل کیږی او د ګټی په ځای تاوان لری دغه د علماوو مستقله شوری… نور لوستل »

طاهر ثابت

محترمه مننه
که مو دریمه برخه دلته خپره کړه ښه به وی. البة دعلماوو دشوری تعریف او په هغه کی د دینی او دنیوی علماوو دګډون په هکله دتفصیل په تمه یو.

,mujahid

دا ښه شوه چه د اسلامی حکومت د جوړښت طرحی دوهمه برخه هم نشر شوه ، الله ج دی وکړی چه نوری ټولی برخی یی هم نشر شی تر څو د ټولو له محتویاتو هغه څه ترلاسه کړو چه زموږ ځوریدلی هیواد یا ولسونه ورته اړه لری . حکمتیار صاحب هم یوه طرحه خپره کړی تر اوسه می نه ده لوستلی خو فکر کوم چه هماغه د موقتی حکومت په نوم پخوانی طرحه به یی خپره کړی وی . د هغه د پاره دا مهمه نه ده چه طرحه یی د هیواد او خلکو د پاره څومره عملی اوګټوره ده… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کتور صاحب عبدالله جان، ډیره مننه ستاسی تشویق موږ ته انرجی راکوی الله ج تاسی ته هم اجرونه درکړی موږ او تاسی ټول د یوی ځالی او یو ټاټوبی پوری اړه لرو او موږ د الله ج سره مخ کیږو ، نوره وسه خو نه لرو یا له هیواده لیری یو لږ تر لږه قلمی هڅی خو جاری وساتو. کیدی شی طالب مشرانو د پاره ګټوری ثابتی شی همدا یی وخت دی

هيښ ويښ

محترم استاد بيانزی صاحب ! ډېره مننه ستاسو د ارزښتناکه ليکنې او معلوماتو نه . د اسلامي نظام په تعريف ، اصولو او د قوانينو د منبع ( قرآن کريم او احاديث نبوي ) او دا چې د مسلمانانو او بشر د روانو سياسي -اقتصادي – اجتماعي – امنيتي او کلتوري مصيبتونو نه د خلاصون يوازينی لاره ده ، په هکله ستاسو د توضیحاتو مطابق هيڅ شک او اختلاف نشته . دا دبشر او خصوصاا د مسلمانانو ارمان دئ تر څو داسې يو نظام او سيستم کې ژوند وکړي چې په ټولنيز عدالت ، متقابل احترام ، مينه ، نېکمرغۍ… نور لوستل »

طاهر ثابت

ډیر ښه سوالونه دی. او همدا سوالونه باید جواب سی. هیله ده چه بیانزی سیب دهغو تفصیل راکړی.

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور هیښ ویښ صاحب سلامونه او نیکی هیلی! ستاسی ښکلی او پر محتوی تبصره می ولوستله نام خدا په ځای او مفصله توګه مو لیکلی، ای کاش موږ داسی ورونه نور هم ولرو، چه توافقات او اختلافات در سره د صمیمیت فضا کی در سره تشریح کړی.یو ځل بیا مننه او ستاینه کوم . اصل موضع: ستاسی ټولی پوشتنی په ځای دی موږ د اسلامی نظام په اړه څلور برخی په تدریج سره لیکلی لمړی برخه د الهی نظام شروع ، دوهمه برخه یی تعریفات او لږڅه توضیحات او دریمه برخه د اسلام نظام په اصلی تسکل یا جوړښت… نور لوستل »

عبدالله

که دا تول خبری صحیح‌ دی نو بیا دغه 1400 کاله کی د مسلمانانو مشکل ولی نه حل کیژی . آمریکا هغه وقت کی چی ستنگر راکتونه ورکول کفری ملک نه وو جالبه ده د آمریکا په پیسو جهاد ، جالب ده ما دپاره هم ، طالب ده جهاد په نامه پوره هزاره جات یی قتل عام کرل په کوم جرم باغونه وسوزول په کوم جرم د شمالی ناموس یی په پاکستانی او عرب لوچکانو باندیی خرس کرل ولی افغانستان همدا اوس یو اسلامی ملک دی تول خلک یی په اسلام باور لری. طالب ده لاسه نظام نه جوریژی هر… نور لوستل »

غوربندي

‌ډبل عبدالله صاحب له لیکدود مو مالومیژي چې خپله یاست،،، هغه وخت ځکه جهاد وو چې سټنګر میزاییل د روسانو د هوایي ځواک پر ضد کارېده،، اما تاسو بې ناموسانو د حپلو خلکو پر ضد امریکایان راوستل او د غټو بمونو کارولو ته مو تشویقول،،، شخصي زندانونو کې مو افغانان ګړول،،، او سرو کفارو ته مو په خلاص لاس په مظلوم وولس باندې د چاپو، تعقیب او تعذیب او قتل عام سند ورکړ. ستا د رهبر استاد رباني لورانې فعلا ډمانې او د فېشن ماډلاندې دي،،، ایا دا کار هم د طالب دی کنه تاسو له اصل څخه ناولي یاست… نور لوستل »

دکتور مجاهد

عبدالله صاحب ستاسی دلایل کلیوالی او د پورته لیکنی سره چه د اسلامی حکومت د جوړښت په اړه لیکل شوی سره تړاو نه لری. [ یوآځی دا خبره چه دا ټولی خبری سمی وی نو د مسلمانانو مشکل ولی نه حلیږی ] ستا له پوښتنی داسی معلومیږی چه تاسی د الهی نظام په اړه شک کی یاست یعنی کوم استعماری ایزم کی رنګ شوی یاست. له پورتنی پوښتنی وروسته، د امریکا سټینګری یادوی، چه هغه وخت امریکا کافره نه وه اوس کافره شوه؟ بیا وایاست چه طالب هزاره جات قتل عام کړو!!! زموږ ناموس یی په هغو او دغو خرس… نور لوستل »

ګل احمد

بیانزی صاحب هر چا چي ډیموکراسي تعریف درښولی دی سخت ظلم یې درسره کړی دی. وروره ډیموکراسي د مدني اصولو او قوانینو ټولګه نه ده. فقط د هغه اصول نوم دی چي په ساس یې د واکمن شخص یا د واکمني طبقې مشروعیت ثابتیږي. ډیموکراسي نظریه دا ده چي هغه واکمن مشروع دی چي خلګو د واکمن په صفت منلی وي. که په داسي یوه ټولنه کي ډیموکراسي پلي کیږي چي غالب اکثریت غړي یې مومن مسلمانان وي، تل به داسي واکمنان قدرت ته رسیږي چي هغوئ به ځان هم د اسلامي شریعت پایبنده کړی وي او پر ټولنه به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ګل احمد صاحب ! ډیره مننه چه زموږ د لیکنی او دموکراسی په اړه مو مثبت یا منفی نظر وړاندی کړی ستاینه یی کوم مثبت یا منفی نظر پروا نه لری د تقاهم چاپیریال پرانستل کیږی مهمه داده چه حسنه اخلاف او د قلم عفت ته درناوی پکی شوی وی ځکه د ستاینی وړ ده زه خوشالیږم : لمړی : تاسی د دموکراسی په اړه لیکلی، چه د یو سرمایدار د واکمنی مشروعیت پکی ثابتیږی ؟؟؟ دموکراسی یونانی اصطلاح ده ( دمو ) خلکو او ( کراسی ) حکومت ته ویل کیږی یوه معنی یی دا ده ځینی وایی چه… نور لوستل »

ګل احمد

ښاغلی بیانزی صاحب د توجه څخه مو مننه! تاسو د ډیموکراسي اصطلاح چي څه ډول ژباړلې ده، د ډیموکراسي مفهوم تر هغه ژباړي پوري که محدود وساتئ بیا زما او ستاسو اختلاف به هم ورک سي. د ډیموکراسي صحیح مفهوم د درکولو لپاره د هغه متضادو اصطلاحو ته باید متوجه سو چي ډیکټاټوري یې یو مروجه متضاده اصطلاح ده نه اسلامي نظام. کله چي په یونان او روم کي د هغه وخت خلګو ډیموکراسیاني درلودلې، هغوئ دهریان نه وه. هغوئ ځان ته ارباب النواع درلودله، هغوئ ځانګړي عقاید او اصول درلودله. د خپل ملت متفق علیهه عقایدو او اصولو په… نور لوستل »

طاهر ثابت

ګل احمد سیب دیموکراسی داستبداد مخه نه نیسی. نن سبا دیموکراسی خپله دیکتاتوری ده. په سنتی دیکتاتوری کی یو کس مطلق قدرت لری او په دیموکراسی کی یوه طبقه او یا حزبونه. ستاسو له خبرو مالومیږی چه تاسی نیابتی دیموکراسی ته په سرسریزه توګه ګوری. نن سبا امریکایی او نوری همدا شکل لری خو هغه انعکاسی شکل نلری. هغه چه تاسو ویلی هغه نیابتی دیموکراسی نده. هغه یوازی دسوتزلند په سیستم کی راتلی سی چه په هرڅه ریبریندم وسی. بیاهم هلته سیستم سیکیولر دی او عیسوی احکام نه چلیږی. زه کله نا کله لیکم چه په دیموکراسی کی باید دخلکو… نور لوستل »

غوربندی

ګل احمد خان صاحب تاسو به احتمالا لومړی پر ځان او بیا په هغو چې دیموکراسۍ ته ستاسو له عینکو ګوري ظلم کوی. ستاسو څخه یوه پوښتنه مطرح کوم: په اسلام کې شارع الله تعالی دی په دیموکراسۍ کې شارع پارلمان دی تاسو په دې دواړو کې کوم یو منی؟ که مو ځواب دا وي چې پارلمان خو په اسلامی هېوادونو کې د الله تعالی احکام تاییدوي نو پوه شه چې دا ځواب به مو عذر بدتر از ګناه وي ځکه چې د الله تعالی له لوری راغلي احکام مطلق او مافوق دي، او په پارلمان کې د خدای تعالی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب سلامونه او نیکی هیلی ! اول خو ډیره مننه، د دموکراسی لنډغر هم د شوری نظارد لنډوغرو په شان د دوهم اشغال په اوږدو کی ډیر زړورشوی. داسی نه ده چه دوی د دموکراسی په کفر نه پوهیږی سره د پوهی د ورځی د دموکراسی د موکراسی په شعارونو امریکا خوشالوی چه کمیشن او پوستونه تری ترلاسه کړی او تمامه شپه نفلونه کوی فپهرعون به د ورځی د خدایی دعوی کوله او د شپی به یی ویل د شپی ته خدایی یی او د ورځی می ستا نوم اوس په ځان ایښی خلکو ته می کم مه راوله… نور لوستل »

طاهر ثابت

گل احمد سیب سلامونه نن دمرور شتابان مضمون دلته خپور شوی چه ستاسو جوابونه لری. زه به دبیانزی سیب په تاید خبره وکړم. زما په نظر هم ستاسو خبره ددیموکراسی په هکله سطحی ده. هغه چه تاسو دیموکراسی بولی هغه داسلامی تعلیماتو له مخی بیعت بلل کیږی. دهر خلیفه او امیر شرعی صلاحیت له بیعت وروسته راځی. هغه اول دیوه محدود خلکو له خوا پیشنهادیږی او بیا د مسلمانو له خوا ورته بیعت ورکول کیږی. کولای سو انتخابات دبیعت له محتوا سره سم ومنو. مګر خبره بله ده. تاسو باید له اوسنی مفاهمو سره ځان اشنا کړی. دیموکراسی اوس دبشر… نور لوستل »

غ.حضرت

پورته لیکنه یوه علمی! غیر احساساتی او پر تاریخی او عینی واقعیتونو! بناء یوه لیکنه ده چی د نورو پاتی برخو لوستلو ته ئې په ډیر شوق او ذوق سترګی په لیاره یو، د برق او انترنِټ لګښت دی ددې لیکنی جار! وی.
امّا
د پورته لیکنی ډراماټیک اړخ دا دی چی:
لیکونکی ئې په بل مستعار نوم ( مجاهد ) د خپلی لیکنی په هکله نظر وړاندی کړی دی.
وا اسلاما
وا افغانا
وا انسانا
د انګریز اقلیم بد ډول ځپلئ ئې.

الحاج استاذ بیانزی

غلام حضرت صاحب ، ډیره مننه چه زموږ لیکنه مو ستایلی

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور غلام حضرت صاحب ،
د اسلامی دولت جوړښت طرحی دریمه برخه هم نشر شوه ، تاسی ورته لیوالتیا لرله ستاسی په خدمت کی ده مننه

عبدالله

داکتر مجاهد
د ختو داکتر یی د‌چشی داکتر یی نه پوهیژم خو سنا منطق یو طالبانی منطق دی چی اسلام زان دپاره یی تعریف کره او سوک چی د #### . مونژ شکر مسلمانان یو تر اوسه پوری د چا کور ناموس د‌چا حق د خلکو وینه مو نه ده تویه کری دی زمونژ زمیر شکر د الله پاک دی ای تا فکر تا امیر المومنین غوندی معیوب دی خدای وکری چی خفه نشیی وطنداره غداره سرکونه قلبه کوی او زان ته مسلمان وایی اول باید کوشش وکری چی یو خه انسان شی.

الحاج استاذ بیانزی

ګل احمد صاحب، دا خبره چه ماته د دموکراسی تعریف چا راښودلی موږ خلکو ته دموکراسی تعریف ورزده کوو. هغه پریږده چه یونان کی دموکراسی د دهریانو نظام وو که نه وو، د دموکراسی اصطلاح یونانی ده دا چه دهریانو تری د دهریت د پاره کار اخستی یا نه دی په هغه هم کار نه لرو. همدا اوس د دموکراسی عملی پڼه کی تعریف یا عملی کړنو ته ګورو: د خلکو استاذی د خلکو په رایو دموکراتیکو درغلنو ټاکنو ټاکل کیږی بی له دی چه هغوی اسلامی بیک ګرونډ یا اسلامی پوهه ولری هر څوک چه سرمایدار وی او لا… نور لوستل »

Back to top button
24
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x