افغانستان

عبدالله او احمدزي په ټاکنيزو مسئلو خبرې وکړې

نن ټکی اسيا(سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳): د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله نن کابل کې د ډاکټر اشرف غني کور کې سره وليدل.

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته نژدې سرچينو د نوموړې ناستې جزيات په ډاګه نه کړل، خو د ډاکټر غني د ټاکنيز بهير يو وياند حميدالله فاروقي وايي، چې ياده غونډه کې د رايو په بيا شمېرلو او ګډ حکومت په جوړولو سلا وشوه.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې په دې تړاو به راتلونکې ناسته دوه ورځې وروسته د ډاکټر عبدالله په کور کې ترسره شي. سرچينې زياتوي، چې دواړو کانديدانو نژدې دوه ساعته يو بل سره دوه په دوه خبرې وکړې، خو تر اوسه د يادې ناستې بشپړ جزيات نه دي په ډاګه شوي.

د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو د پايلو له اعلانه وروسته د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم اعلان وکړ، چې د ټاکنو پايلې نه مني او دوی به ډېر ژر خپل قانوني دولت اعلان کړي، مګر هغه مهال د امريکا ولسمشر باراک اوباما ډاکټر عبدالله ته و ويل، چې ډېر ژر به جان کيري د دواړو نوماندو تر منځ د منځګړتوب په موخه کابل ته درشي او تاسې بايد تر هغه وخته له تاوتريخوالي لاس واخلئ.

د تېرې جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته راغی او دواړو کانديدانو سره له ليدو کاتو وروسته يې د دواړو تر منځ د واټن کمولو په موخه دواړنوماندان سره يو ځای کړل. د کيري په منځګړتوب دواړو نوماندو ومنله، چې ټولې رايې دې بيا وشمېرل شي او له هغې وروسته به دواړه نوماندان د ټاکنو پايلې مني او يو ګډ ملي حکومت به جوړوي.

د ډاکټر عبدالله د ټيم يو وياند فضل الرحمن اوريا هم د دواړو نوماندانو خبرې ګټورې وبللې او زياته يې کړه، چې دواړه نوماندان د ګډ ملي حکومت په جوړولو سره سلا شوي دي.

د ډاکټر غني پلويان خوابدي دي

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ګڼ شمېر پلويان له نوموړي په دې خوابدي دي، چې د دوی په رايو یې معامله وکړه او دا کار افغان ملت سره ستره جفا ده.

ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د افغانستان متحد ملت ګوند مشر عبدالرحيم ايوبي وايي، چې خپل ولس سره د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپله خواشیني شریکوي، چې د خلکو رایو ته احترام ونه شو، بلکه هغه څه چې امریکا غوښتل تر سره شول .

ښاغلی ايوبي زياتوي، چې د افغانستان متحد ملت ګوند دې نتیجې ته ورسید، چې راتلونکی واک د افغانستان د خلکو په رایو نه بلکه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په یو سفر او سلا وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله جلیلی

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی .رشتیا چی هغه بشتانه چی به سیاسی مبارزه کی بوخت دی انتهایی دغیرت خخه خلاص اوکنګال دی ده دوی هیح یو داسی عکس العمل شکاره نشوه جی نوموری ګل مرجان ته یو غاش ماته ونکی جواب وی فقط بشتانه ټول ویده دی یو کوچنی ډله چی اصل نشان هم نلری اونه به ملت کی حای لری ټول نړی یی ماته کړه دبشنو خخه یی اصلیت واخیست داشرف غنی سره چی کوم پشتانه ولاری دی دا په حقیقت کی پشتانه نه بلکی بی غیرته اوبی همته خلک دی پدی معنا چی تراوسه پوری دګل مرجان دډلی… نور لوستل »

احسان الله جلیلی

مفکر جهانی +قدرت مند افغانی +زور واکی + حکومت داری اوکه دانوی نو بیا دی په قلاره کورته زی خلک دی هسی نه به تکلیفه وی .
والسلام

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x